(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

06.12.2014تنکي ارمانون

لومړۍ شعري ټولګه

 06.12.2014: کتاب پېژندنه

دکتاب نوم :: تنکي ارمانونه

نوم :: ملک محمدرمضان مشواڼې

قلمي نوم :: ارماني

کمپوز :: په خپله شاعر

سرپاڼه :: رشیداحمد مشواڼې

چاپ شمېر :: پنځه سوه ټوکه

چاپ کال :: مي۲۰۱۳

بېه :: سل کالداري

غزنوي خپرندوې ټولنی تخنیکي څانګه سویس پلازه کویټه

تړون

په نامه دهغه لوي څښتن چي زماپه شان یې وډیرو نوروناپوهانوته څه لږغوندي دقام دبیداري شعور ورکړی دی.

زماخبري

زه خودومره لوي شاعرنه یم چي په ځان ویاړوکړم ما خوبس اوس هم دادی دزده کړی په چوکاټ کښی لومړی ګام اېښی دی.اوغواړم چي زمادالنډه غوندي شعري هڅه ترتاسوپوري درورسېـږي.اوتاسوزمانېمګړتیاوي وما ته راپه ګوته کړی.چي له ماسره کومي تېروتني شوي دي. زه دهغوټولوملګروپه ځانګړي توګه دغلام محمدمجلسیار مشواڼې زمادلومړۍزدهکړوښوونکي ماسټرعبدالباقي او زماددوستانوچي زما شعرونه یې زمزمه کړي دي لکه طاهرفیـروزاوعاصم ګلستاني دژورنالسټاني په ډګرکښي ترټولوزیاته مننه دجهانزیب اڅکزي کوم چي دده دلاري د ژورنالیسټي وڅانګي ته راغلم اوبیادعبدالکبیـرشاکرهم مننه کوم چي هروخت یې زماپه شان دنورو پښتنوژورنا لسټانو د روزګارغم کړی دی ددوي مننه کوم.هم دغه شان دنعمت الله اڅکزي، جبارخان کاکړاودسیدانورشاه هم مننه کوم چي دوي پخپلو ورځپاڼوکښي دلیک کولوموقع په لاس راکړه.د دې ټولوترڅنګ دمحمدهاشم پروانه مشواڼي هم مننه کوم چي لماسره به یې خپل هنرشریکوای.مامخ کښي هم ویلي ووچي دادبي زدهکړوپه چوکاټ مي هم دا اوس ګام اېښي دی ځکه زماپه خبروکښي به ادبي خبره لږاو خپل دهغودوستانوذکرډیروي چي په هرډګریې له ما سره کومک اوپه زړه پوري مرسته کړې ده.په دې ملګرو کښي یوڅونومونه رانقـل کوم لکه ګران ملګری نصرالله زېرې ،عباس شاه مخـلص مشواڼې،طیب عادل مشواڼې ، حاجی جمال تره کی ، محب الله محبوب،اکرم دلیار، نذیر وفا،ملک عرفان مشواڼې ،عبدالقدیر،آغاجان همدرد،علي جان خوشحال، عظمت اڅکزی، ظفـرالله اڅکزی، نقیب الله کاکړدبوستان اودپښتونخوا ګوند نورو ملګروچي زما مرسته کړې ده اوتردې مقام یې را رسولی یم چي نن زمادالنډه غوندي شعري ټولګه بشپړه شوې ده.زماپه دې خبروبه ګڼ شمېرملګري نیوکي وکړي خوڅه وکړم چاچي زما ډاډ ګیرنه کړې ده بایدچي هغه وستایم. زمادشعري ټولګۍ نوم ښاغلي علي جان خوشحال چي زماملګری دی غوره کړیدی.زه خپله دغه شعري ټولګه دپنجپاي ډیرتکړه شاعراوخپل ګران ملګری غلام محمدمجلسیارته ډالۍ کوم.

ستاسویوه نړۍ مننه

ملک محمدرمضان ارماني سهیلي پښتونخواکویټه

[email protected]       03458337726

حمد

لاس په دعایم کړم سوالونه زه وتاته الله
منکرخونه یم چي زاری کړم وبل چاته الله

ته مهربانه ته رحیم اویې خالقه ذاتـه
پروت ګنګاریمه هروخت ستاودرګاه ته الله

داستاله قهره پناه غواړمه خالقه خدايه
نیولي سترګي مي هروخت دي ستاوخواته الله

مشرک خونه یمه چي تاسره شریک ګڼمه
سوزي په اورکښي چي سرټیټ کړي وبل چاته الله

دخپله دره ارماني ته یوڅه ورکړه خدايه
په سترګوسرودرته ژړېـږي ستادرګاه ته الله
***

نعت

زما عشق په خپل جانان دی بل به څه کړم
چي سردار ددوو جهان دی بل به څه کړم

چي په راتګ د محمد تېارې رڼا شوې
دا نبي آخر زمان دی بل به څه کړم

ده رحمت العللمین رالېـږل شوی
هم زموږ د سترګو توان دی بل به څه کړم

هرڅوک واي چي روان د ده په لاره ویه
داارمان دمسلمان دی بل به څه کړم

زې اُمتي یمه دده په لاربه ځم
بس هم دغه مي ارمان دی بل به څه کړم

زه بنده دلوي څښتن په ده نازېږم
پرالله باندي ډیرګران دی بل به څه کړم

د الله دی نازولی په موږ ګران دی
صفت خوا یې رمضان دی بل به څه کړم

***

زمازړه ستادمیني کوردی کوردی
بل چي په مادمیني اوردی اوردی

 

زه ځکه ژاړم خود به ژاړم ارمان
زړګی زماله دنیا توردی توردی

زړه سوځوم دآزادۍ په لاره
لکه دښمن چي مي خپل وروردی وروردی

په غروکښي ستادعشق شپیلۍ وهمه
دلته زمادجانان کوردی کوردی

ته په دې خاوره لکه نه یې ميئن
لیلا وطن نه دي زړه موړدی موړدی

 

په ښکلې نوم دی ارماني شوم شیدا
زړه مي بدل په سوي سکوردی سکوردی
***

په غم کښي ددنیاچي ته جلاراسره نه شې
ميئن یمه پرتاچي بېوفاراسره نه شې

 

په زړه کښی مي غمونه تاراکړي دي جانانه
اوس ګوره چي جلاته په رضاراسره نه شې

 

دااورم چي خفه یې نن له ماسه په ماګرانه
قسم دی که زه ولاړ شم چي په خلاراسره نه شې

 

پوهېږم چي ميئن یې زه خو هم پرتاميئن یم
له مانه مرورچي په دنیاراسره نه شې

 

خواروزار زه ارماني یم په تاپسې جانانه
اوس ګوره رمضانه په ژړاراسره نه شې
***

څه ښکلې نشه ده ستاپه سترګو کښي
څومره ښه مزه ده ستاپه سترګو کښي

 

سرې لمبې خورې دي په وطن اشنا
دا څه توره شپه ده ستاپه سترګو کښي

 

رایې کړه په مینه چي نشه شمه
ماته اوس نشه ده ستاپه سترګو کښي

 

یو ورورد بل ورورنه غلا کوي دلته
دابده قېصه ده ستاپه سترګو کښي

 

مه یې وېښوی په خوب کښي ده ورکه
زمالیلا وېده ده ستاپه سترګو ګښي

 

زه ارماني ډیر په مینه وایمه
زما د زړه قېصه ده ستاپه سترګو کښي

 

***

 

 

محبوبي ستادسترګوجنګ ښه نه دی
په تندي خال په شونډورنګ ښه نه دی

 

راځي چي ختمه غلامي کړوزیاته
کول بیاویاړ دبل په ننګ ښه نه دی

 

چي ته راځې بویې جهان خبرکړي
په غاړه ستالاچي لونګ ښه نه دی

 

خوښه مي توره بنګړي څه کومه
پېغلي داستا دبنګړو شړنګ ښه نه دی

 

محـبوبي پرېږده د رقیب خویونه
تله درقیب سره په څنګ ښه نه دی

 

راواخلی توري ځودننګ په لاره
دپلارپه توره مودازنګ ښه نه دی

 

راځي چي وکړه نن غیرت په وطن
غلام سړی پروت پرپلنګ ښه نه دی

 

راځه راځه ارماني ګران پښتونه
په ماوتادرقیب جنګ ښه نه دی

***

نن چي ماپرتااوتاپرمالاسونه واچول
دې ظالم رقیب مي پرلیلالاسونه واچول

 

ولاړم تومتي شوم ستاپه مینه کښي جانانه زه
ولي دي جانانه پربل چالاسونه واچول

 

زه په لڅوپښواوپه ازغودرتلمه تالره
څنګه تاپربل ښایسته اشنالاسونه واچول

 

څنګه له ماولاړې بېوفاشوې ته دبل ګلي
زه یم وفادارماپروفالاسونه واچول

 

ماچي ویل ته به یې جانانه ننګیالی پښتون
ته شولې بې ننګه تاپرچالاسونه واچول

 

ته خودرقیب په خولې جلاشولې له ماګلي
هېرمي کړه غمونه ماپرتالاسونه واچول

 

هېربه کړم هرڅه ګرځم خوشحاله ارماني یمه
ګرځم په خنداچي تاپرمالاسونه واچول
***

وطنه ستاوجګوغروته سلام
ستاوبهادره ننګیالوته سلام

 

دخپل وطن په مینه پایمه زه
زمادمیني وجذبوته سلام

 

چي غلامي قبوله نکړی په ځان
وداسي ښکلوپښتنوته سلام

 

دپښتونخوا د آزادۍ په نامه
چي کوي جنګ وتوریالو ته سلام

 

چي قربانۍ دپاره تل وي تیار
ناست په سنګرکښي شازلموته سلام

 

داچي روان دي ځي دجنګ میدان ته
دخان شهید ودې بچوته سلام

 

چي دوطن په نامه ځان کړي قربان
ددې پښتون و ولولوته سلام

 

تل یې ساتلی دی وطن دپښتون
د خپل مشرانووجرګو ته سلام

 

د پشتونخوا د خپلواکۍ لپاره
دارماني ودې شعروته سلام

***

رادي کړل لاسونه په لاسونو کښي
ورک مي شول غمونه په غمونو کښي

 

اوس شومه خوشحال چي خوشحالي شوله
مخکښي سوځېدمه په اورونو کښي

 

ستا پر خمارو سترګو شیدا یمه
راکه ماته جام ته په جامونو کښي

 

بیاوینم په سپینه ورځ خوبونه ستا
رنګ مي شي خوبونه په خوبونو کښي

 

مینه مي په زړه قبوله ستاده اوس
ځکه خواوس ورک شوم په سوچونو کښي

 

نن د ارماني دزړه خبر واوره
کړي دیه شاعري چي په شعرونو کښي

***

داوطن ګټل غواړي ځوانانو
وینه تویول غواړي ځوانانو

 

نن مي بیاپښتون زړګي په مینه
څه نه څه ویل غواړي ځوانانو

 

زړه مي دافغان په وطن ژاړي
اوښکي تویول غواړي ځوانانو

 

هسي پروطن آزادي نه راځي
سرخو پرېکول غواړي ځوانانو

 

چي بلي کړی ډیوې تیارې به ځي
څه خوبلول غواړي ځوانانو

 

کوم چي ارماني ویني په خوب کښي
هغه ژوندکول غواړي ځوانانو

***

په سره جوړه کښي ښاپېـرۍ ښکارېـږي
لیلادګل غوندي غوټۍ ښکارېـږي

 

منګی په سرچي ځي ګودرته کله
بیا نو د غرونو شهزادګۍ ښکارېـږي

 

مالیونی کړي رانه ورک شي خپل ځان
چي راته راشي شین خالۍ ښکارېـږي

 

دښکلومنځ کښي چي راځي په مینه
څومره ښایسته لکه کوچۍ ښکارېـږي

 

کوي هروخت راته دننګ خبري
دا میـوندواله ملالۍ ښکارېـږي

 

ناست ې انځورته ارماني دشپې یم
په سرزمالکه سپـوږمۍ ښکارېـږي

***

دیارپه سترګوکښي پرته ده مینه
څومره خوږه څومره ترخه ده مینه

 

ته د پخوا په سترګو وګوره لږ
لامي په زړه کښي ستا خوره ده مینه

 

ستا د راتلو لاري به کړمه جارو
زړه کښي زماچي لاتوده ده مینه

 

زه که دا ستا دیدن کولاي نه شم
له ماسره دي راسره ده مینه

 

غمونه لیري که له مانه ګله
ستاچي مي زړه کښي میلمنه ده مینه

 

یم ارماني لا طلبګار دمیني
هېره مي نه ده ستاقیصه ده مینه

****

بیاپه سترګو سرو دخپل اشناله ښاره ولاړم
وو ډیر رقیبان چي دلیلاله ښاره ولاړم

 

بس ده دومره مینه چي مي وکړه لتاسره
زه خوباوفاوم هم په داله ښاره ولاړم

 

ماخوپکښي مینه لټوله مینه نه وه
ځکه لکه خپل داسي داستا له ښاره ولاړم

 

ولي مي په کاڼو راته ګوری دښارخلګو
ټول زخمي زخمي یم په ژړاله ښاره ولاړم

 

د بېوفاښاروو پروانه کړمه تېرلاړم
خیردی که نن بیازه په ژړاله ښاره ولاړم

 

هیڅ ګیله مي نشته رمضانه له هیچاڅخه
هسي ارماني یم په رضاله ښاره ولاړم
***

تل به نازېږوموږ په تارهبره
د پاکي خاوري پښتونخوارهبره

 

رهبره کله داغیارونه شې
خلګ راټول دي نن په تارهبره

 

د غریبانو یې د ژوند ملګری
مینه په زړه لرې رښتیارهبره

 

په تا نازېـږي د وطن خلګ ټول
ته يې د ټولو رهنمارهبره

 

ځکه اولس درته دعا کوي نن
رمضان دي ستاي په ادارهبره

***

خېرکه تېرېږي خوپه ماتېرېږي
دا د غم ورځي چي اشناتېرېږي

 

چي راځي نه ګوري وماته لیلا
چي په کوڅه کښي شاه لیلاتېرېږي

 

منګی یې واخیستي اوشوه روانه
چیري چي ګوري په خنداتېرېږي

 

دورورپه وینومي دی سره لاسونه
دبې وسۍ ژونددی پر ماتېرېږي

 

راغله په مینه اوس زماشوله دا
راځي کوڅې ته په خنداتېرېږي

 

هغه به ورځ وي آخري دژوندون
کله اغیارچي په دې خواتېرېږي

 

دورورولۍ خبري وکړی تاسو
بیابه هیڅوک نه په ژړاتېرېږي

 

ولاړه له مانه دبل چاشوه لیلا
اوس نوپه پټه بېوفاتېرېږي

 

نازېږې مه په خپل ځواني باندي ته
اې! ارماني ځواني هم ستاتېرېږي

***

نه ددولت نه ددنیا خبري
موږ خو کوو پښتونخوا خبري

 

که مووریاددپاني پت میدان شو
هرڅوک به کړي داحمدشاه خبره

 

جوړکړل ځوانانو لښکرونه دجنګ
ورځي میدان ته کړي رښتیا خبري

 

پرې ږدۍ یې مه ځه دشهیدپه لاره
کوي خاین په کورکښي دا خبري

 

تاچي اشناله خپل اشنانه بېل کړه
کوي رقیبه خلګ ستا خبري

 

یمه ميئن په پښتنو ارماني
ځکه کوم زه دشیرشاه خبري

 

 

تا چي یادومه دسلګوسره
اوښکي تویومه دلېموسره

 

زړه ته دي ورتېره داخبره که
ګوره چي ټېټ نه شی دکتوسره

 

عشقه زه پشتون یمه مجنون یمه
بېرته شاته