(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنز10.12.2014

طنز
محمود نظری
 
نننۍ ترمینالوژي (۳)
سیاستمداران
هغوی دي چې یوازې یې په څوکیو دي ناندرۍ
ټول عمریې د څوکیو لپاره دي خوارۍ زارۍ
هغه چې دسترګو یې خلاصي سوي دي دحیا تڼۍ
سروکال یې بل کار نه وي بېله په ځان وهل ډرۍ
***
څوکۍ
داسې یو شی دی لکه د لوبو سامان
په هغه تل په لوبو اخته وي واکمنان
ماشوم کله دلوبو شی چاته ته ورکوي
نه چې زموږ واکمنان سوي ماشومان
***
اشغال ملک
هلته د شپي تلاشي   د ورځي بمبار وي
په هغه کورکې یوازې  پردي واکدار وي
دهغو خلکو نظارت کوي له فضا دوړن
هلته یوازې یوازې دپردو دار مدار وي
***
محاکمه
هغه چې زموږ په وطن کې درک نه لري
که وي هم د جرم دپوښتنې مامورک نه لري
چې مجرم واکمن وي جزا چا ته په کار ده
دمجرمو په عدالت کې څوک شک رک نه لري
شک رک( ګمان)
***
ملي وحدت
 
لږ یې انتخابي
څه لږ یې انتصابي
تر منځ یې رسۍ ده 
دواړو خوایې کښوي
**؛*
ښه ګاونډ
 
هغه چې وایي راځئ خر په چم کې پاچا کړو
هغه تشویق غلامي ته دځان  اودنیا کړو
هلته هیڅ وخت د سولې کوتره نه پریږدو
دهغو دقومونو یوالی باید سره جلا کړو
***
ولسمشر
 
هغه چې  په ټولوکې درواغجن وي
په خپلو وعدو کې پوره چنجن وي
څه چې وایي هغه هیڅکله هم نه کوي  
تل دواک د غځیدو ګرومجن وي
یا هغه چې په وعدو کې باسورجن وي
د بهانو په عملیاتو کې نامتو سرجن وي
چې د ارګ د نازونعمت خوند وویني
بیا ملت له هغه هغه له ملت کرکجن وي
باسورجن( مست اوښ)،

دقرنو زلخوږي 
دلته څه بې عزته دي دټرو دمډالو زلخوږي
څه بې اهلیته  دي د بې واکه ریاستو زلخوږي
یو  زار زار ژاړي دهرخاینه غواړي په ژړا مډال
نه  یې اخلي  ډیر سته دلته د ځان د ابرو زلخوږي
یو دځان د ابرو لپاره له ریاسته استعفاه کوي
سته مړ سترګې دیارانو دتشوځایو زلخوږي
***
په سپينه جامه تور داغ له لرې ښکاري
بې همته دې دلته د مردارو لکو  زلخوږي
مقامونه دپردو دمردارو پښو لاندې دي
ځکه واکمن سي دوطن د پلورو زلخوږي 
دښار دروازې تړل کيږي دخلکو خولې نه
بد مخي واکمن دي  دوطن دجارو زلخوږي
سړی چې زوړ سي بیا خدای خبر که جوړ سي
هغه واکمن چې وه دوطن دبالو زلخوږي
چې دقانون خبرې کوي هغه واکمن قانون ماتوي
د قانون دماتیدو دي  ټول واکمن  بدروزلخوږي
دې وطن ته به هیڅ کله تر هغه امن رانه سي
چې مقام تر لاسه کو ي په زور  د غو زلخوږي
هیوادد دوست نما دښمن د لاسه ټوک ټوک  سو
دوطن خلک دي اوس د یونوش دارو زلخوږي
تر وروستۍ سلګۍ پورې هيله من دی خلک
هغوی به تل وي د خپل وطن د ابرو زلخوږي
دلته ډیموکراسي نه سوټه کراسي په کار ده
خلک دي دیو مشرزورور  ارغوبرغو زلخوږي
اوس چې نوې ناوې راغله نوى دود يې كېښود
نور موږ نه منودا د بیت المال د شتو زلخوږي
بس دی نور به ماړه سوي وي دا نسلي غله
له کابینې وشړه غنی دا ټوله کجرو زلخوږي
اوس  ټول خلک د سیاست په پو اوچو پوهیږي
پام بیا وزیران والیان نه کړي هغه د قرنو زلخوږي
بالو( بدبختی)، سو (شر)، ارغوبرغو( تریو تندی)،غو( غوغا)، ،تړو( ډرن)، کجرو( په کږه لاره تلل)،پو اوچو(دم چف)

-
بېرته شاته