(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.12.2014د مور په ویرکې

څـــه ويرجنـــې سلسلې دي 

څه غمجـــن مهلک وختونه

څــړمې اوښکــې دي روانې 

پرې لامــده شول ګريبانونه

زه د مـــور پــه حال ژړيږم 

چې تير شوي پرې وختونه

هـــر ګـــړۍ هـــره شيبه يې

يـــادول خـــپل مــالـــتونـــه

نـــا اميده لـــه هـــر خواوه

ځـــان ځانـــي وه تکليفونه

نژدې خپل ترې پردي شوي

پرديسي پــردي ملـکونــه

د مور قـــدر او خدمت کې 

خدای نصيب کړي جنتونه

څه حالات ښکلې شيبې وې

دځـــوانی هـــا تير وختونه

عمر سيند په دود بهيريږي

مـــري سيندونــه دریابونه

مورې خدای دې مددګار شه

کړو پاک رب ته دا سوالونه

ربه ستا په لوی دربار کې

کـــړه نصيب يـــې جنتونه

12.12.2014 سميع الدين افغاني

ستړي منزلونه دا موږ کوم لور ته روان یو ؟ کوم مسیر کوم مو منزل دی؟ ښکاري خپل کې سره ښکیل یو یا واکدار زموږ غافل دی پکتیکا په وینو سره شوه وران هلمند زخمي زابل دی د افغان په نوم مو وژني ډیربی رحمه مو قاتل دی څه ویرجن د غم شیبې دي سور په وینو مو کابل دی ------------------------- سمیع الدین افغاني ۱۵ - ۱۲ - ۲۰۱۴ م ۰ کال -
بېرته شاته