(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزلی او څلوريځه

يو سرور دی یو ښايست دی چې دنيا کې نه ځاييږي تر ابده يي پايښت دی په فنا کې نه ځاييږي يار چې زلفې راخوری کړي تور ماښام د ابد جوړکړي توره شپه سي چې تياره يې سپين سبا کې نه ځاييږي ته زما د زړګي ګل يې د صحرا په مخ لوی سوی نور مې هيڅوک په رښتيا چې تمنا کې نه ځاييږي دغه مينه مې له زړه ده چې په تا باندې نازيږم ګوره زما درته ښيراوې په دعا کې نه ځاييږي ستا په مينه ستا د کلي له يزيد سره په جنګ يم زه اتل يم هر يزيد خو کربلا کې نه ځاييږي ْپسرليهْ نه چې مېنه دی پيغور سي داسې مه کړه داسې مينه په والله چې پښتونخوا کې نه ځاييږي ----------- خوشحاله را ژوندى سه چې اولس دې ننګ پرېيښى زړې حماسې نسته موږ د تورې څنګ پرېيښى دا د ناقوس ږغ نا اشنا څنګه تر غوږه راځي تا خو وصيت كې راته توره هم يې شرنګ پرېيښى دا په پت كې چې يې وېنې جنګيالي د زمانې آ چې په زرو كې لوغړيږي هغو جنګ پرېيښى څنګه بې پامه لوپټې مو له سر ورغښتلې هسې ناپامه موږ بدمرغو خپل فرهنګ پرېيښى دغه خبرې په سندرو ربابونو نسي د ازادۍ جګړو ته تللو خپل پالنګ پرېيښى څنګه نړيږي د كلونو د برمونو څلي راځئ چې دنګ يې كو منار يې راته دنګ پرېيښى نه د ښكلو مينه پاته نه د ميخانې فكر نور د حميد زړګى هم سوړ خيال يې د بنګ پرېيښى نو پس له مرګه كومه شپه كه دې په زړه وريده ځكه نسيم درته غزل بوى د لونګ پرېيښى -------- نه د خدايۍ دعوه لرم نه پيغمبر غوندې يم خو يمه لوی لکه شمشاد لکه خيبر غوندې يم زه سوم بې نومه او تاريخ مې افسانه غوندې سو کنه سالار د زمانې يمه، رهبر غوندې يم -------- يو موټی عزت مې د نيکونو له وقاره وړي خپلی توری شپی ته رنګ زموږ له سهاره وړي سبيڅلی لوی جنت غواړي دنيا کې ځانته خپله خپل جنت ته خوشبويي زمونړه له ګلزاره وړي چې د سولی شعار ژبه پوری ميخ ګرځوي هماغه قدم په قدم سوله له دې ښاره وړي موږ هميش په تيزه توره يې سر له تنه وهو څوک چې هسک سرونه هسکې غاړې په دې لاره وړي د شين سترګي سور انګريز خوی عادت وي داسې داسې پت او عزت لوټ کړي ناموسونه تر بازاره وړي چې يې په توره د عبرت درسونه دي ورکړي نن يې لمسی ښکاري له پرديو سره لاره وړي نسيم رښتيا په مينه کې منصور غوندې دی خود به د وطن په پاکه مينه سر تر داره وړي

Naseem Pasarley E-mail: [email protected] -
بېرته شاته