(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

16.12.2014جنګ دی دډاکټرغني او ډاکټر عبداله

16.12.2014: طنز

جنګ دی دډاکټر غني او ډاکټر عبداله دایې کیسه ده

وایي وره وطنداره چې له لیمولا ډیره تریووزمه ده

په یو نیکر او یوبنیان کې په ارګ کې داتلي مسابقه ده

یو بل یې تر ملا ټینګ نیولي څرخي دپالواني لوبه ده

خپل او پردوته یې جوړه کړې بې ټکیسه ننداره ده

دجنګ اصلي موضوع د دولت تر ټولو اهل کابینه ده

ددواړو زورونه اوستمی دی یو بل ته خروښیږي

عبداله وایي کابینه زمادنده ده ستا مفته کیسه ده

جنګ دی دډاکټر غني او ډاکټر عبداله دایې کیسه ده

وایې وره وطنداره چې له لیمو لا ډیره تریووزمه ده

***

عبدالله ول په اوله مو لاسلیک کړې یوه لوظنامه ده

وزیر د دفاع زماستایې انتخاب د دفتر سکرتره ده

غني ول په رساله کې کله داسې یوه خبره نوشته ده

عبدالله ول دروغتیا وزیرزماستا یې لویه نرسه ده

غني ول هغه د امنیتي اقتصادي وزارتوشرطنانه ده

عبدالله ول ماته ان د پياده څوکۍ لا د پیسو چینه ده

غني ول هغه وخت نه وه اوس دي جوړه کړې دا بهانه ده

عبدالله ول زما مالیه ستایې څوکۍ د قانوني د خسر بره ده

جنګ دی دډاکټر غني او ډاکټر عبدالله دایې کیسه ده

وایې وره وطنداره چې له لیمو لا ډیره تریووزمه ده

***

عبدالله ول چپ «کیری» راوغواړم هغه دوحدت دایه ده

یا«عطا نور» ته ووایم چې وکړي هغه زده ژیړه دماکه ده

عبدالله ول دارګ مزه تاته زموږ لویه زهري طعمه ده

ستا یې دننه په ارګ کې زموږ یې بهر مزه چرچه ده

دا موږ ته نه تاته ده چې رایې دي وړي لویه زیمنه ده

موږ پخوا «کرزي »ته هم ورکړې داسې ښه موازینه ده

جنګ دی دډاکټر غني اوډاکټر عبدالله دایې کیسه ده

وایې وره وطنداره چې له لیمو لا ډیره تریووزمه ده

***

درې میاشتي کیږي لا پخه نه دکابینې ړنبوسه ده

دواړو دیو بل نیولې دکشکي نیکر ټینګه پایڅه ده

غني ول پام چې پایچه کش نه کړې یاره اجراییه

ما ته ستا دخراب سیاست پاته دا یوه وسوسه ده

عبدالله ول ته پوهیږې زه نه ویریږم د کشولو دپرتاګه

زما لوڅه پټه ټولو افغانانو او دنیاوالو ته مالومه ده

(نظری )مالومه نه ده چې کوم یو به کش کړي پایڅه

کله به نصیب سي زموږ او دنیا دخلکو دا لویه تماشه

جنګ دی دډاکټر غني او ډاکټر عبداله دایې کیسه ده

وایې وره وطنداره چې له لیمو لا ډیره تریووزمه ده

***

دا زموږ د دولت د ملي وحدت یوه وړه کیسه ده

تر څو چې دا ډاکټران وې شخړه دوحدت تومنه ده

چا دداسې ملي نفرت تر اوسه لیدلې کومه نمونه ده

داد ورقو دوه سره پاچا دامریکا لخوا یوه تحفه ده

نه چې موږ ته بیا قدرمنه هغه وریښمنه سي چپنه

هغه په ښکاره پاچاو ټوله مقرري د فهیم په خوله و ه

اوس ښکاره پاچاغني دی پټ واک عبدالله غواړي

هغه سیاست دی خو لویه بیشرمي په کښې ښکاره ده

جنګ دی دډاکټر غني او ډاکټرعبدالله دایې کیسه ده

لابه یې وارې وطنداره چې له لیمو لا ډیره تریووزمه ده

زیمنه( شرم)، ړنبوسه(لېټۍ)

 

-
بېرته شاته