(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

20.12.2014چې په پښتو ژبه خبرې اورم

چرته چې هم د مینې سپکه وشي

هلته د اور باران په ځمکه وشي

  د ظالم لاس چې ماتولی نه شم

زما د خپله ځانه کرکه وشي

چې محبت  ته پرې ښېګړه راشي

په ما دې هر ظلم بې شکه وشي

زما په زړه باندې پولۍ راخیژي

چې ستا په مخ باندې ځوانکه وشي

چې په پښتو ژبه خبرې  اورم

د زړګي سود مې پرې د ټکه وشي

په اباسین کې اسماني خواږه دي

په بنیادم یې تاثیر ځکه وشي

غزل

نن راباندې بوی د پسرلي راځي
څوک دی چې خیالونو ته مې ځي راځي

کله چې د ګلو منځ کې کښېنمه
خیال ته مې ستا شونډې اننګي راځي

روح مې د زړګي تارونه وچېړل
وینه کې مې جوش راځي مستي راځي

زه د تغیر نه ډک مزاج لرم
ماته په هر حال کې زندګي راځي

څو چې یو وجود نه شو یو روح نه شو
کله په ژوندون کې خوشحالي راځي

زه په شاعرۍ کله پوهیږمه
چرته د یو لوري نه راځي راځي

بیا په پښتونخواه پسرلي ول شولو
بیا د اباسین مازدیګري راځي
غزل
کړي خوشبویانې چې هر څوک په دغه لاره راځي
ماله جانان د سرو ګلونو له ګلزاره راځي

ستا د خوږو خوږو خبرو جادو نه ماتووم
ګنې خبرې کول ماله هم بې شماره راځي

یو د فطرت له مخه بل د ریاضت له مخه
مینه یو دم راځي او عقل په قلاره راځي

دا به ښه نه وي چې په سترګو کې خبرې وکړو ؟
وا لله چې اوس راله نور شرم له ریباره راځي

هر څه به پرېږدمه خو مینه پرېښوودل نه کیږي
دې کې یوې نه بله څړیکه مزه داره راځي

د میدانونو جل پري یې جل نیولې ښکاري
دا اباسین ځکه په منډه له کوهساره راځي

پروفیسر اباسین یوسفزیProf. Abaseen Yousafzai 

خپل نوم يې مسلم شاه دی قلمي نوم يې اباسین یوسفزی دی-
پروفیسر اباسین یوسفزی شاوخوا ۴۵ کاله وړاندې د لر دېر د خان پورکلی کې نړۍ ته سترګې غړولي دیلومړنۍ زده کړې يې ‍پخپله سيمه کې اولوړې زده کړې ئې پېښورکې تر سره کړي دی پښتو ادب کې يې پې ایچ ډې کړې
د پېښور په پوهنتون کې هم د پښتو ژبې ښوونکی و او په بېلابېلو برخو کې یې د زده کوونکو د لیلیو له سرښوونکي نیولي بیا د کرېکېټ کلب تر مشرتابه پورې دندې تر سره کړې دي
دپېښورپه اسلاميه کالج کې دپښتوڅانګې مشرؤ.
د ښاغلي یوسفزي دوه کتابونه چاپ شوي دي چې يو يې غورځنګونه او بل يې الوت نومیږي 
.نوموړۍ د سپرمراد نیازوف د روحنامې اثر په پښتو اړولی او په بېلابېلو ورځپاڼو او مجلو کې یې مقالې هم لیکلې دي .دوحدت اومشرق په ورځپاڼو ، دمشعل اوخيبر په مجلو اودخيبرتلويزيون اوپيښور راډيولپاره یې ليکنې ديادونې وړدي.دبيلابيلوشاعرانو اوليکوالوپه سلوکتابونويې کره کتنې ليکلې ديدغني خان اوليکوالودټولنې غړى اودهيواد اوخيبرمجلومسول مديرهم پاتې شوى دى.دښوونځيو د٩ مو او١٠ موټولگيو دزده کوونکولپاره يې پښتوکتابونه ليکلي دياباسين يوسفزي درحمان بابا ادبي جايزه ، په صوات کې دچاچا رحيم بخش جايزه، دپښتانه ادبي ملگري جايزه گټلې اوله ادبي اوټولنيزوموسسونه يې شاوخوا ٥٠ شهادت نامې اومډالونه ترلاسه کړي دي.    20.12.2014

-
بېرته شاته