(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

23.12.2014دعندلیب شعرونه

خبر شوم
قلندر یم سکندر نه یم خبر شوم
چې خبر شوم چې خبر نه یم خبر شوم
دا چې سرې سترګې په سره میره کې ګرځم
ستا د سرو سترګو د شر نه یم خبر شوم
چې د ځان له دایرې نه بهر اوځم
زه لا دومره زورور نه یم خبر شوم
ستا د سترګو په زخمونو کې نښتر شوم
ستا د خال د ګل ډنډر نه یم خبر شوم
زړه مې نه وینې او مخ مې داسې دی چې
ستا په شرعه برابر نه یم خبر شوم
چې په شاړو کې ویړیا مینه ویشمه
عندلیب په شاړه سر نه یم خبر شوم

 دری قطعی

دې بې جنونه بې جانانه فکر
ژوندون ته ډیري نا خوالی راوړي

د سرمائې نظام د ځانه سره
د اخلاقی زوال ډالی راوړې
------------------------------
دومره په شمار باندې ئی مایاده وه
څوک چې هرڅه درله بې شماره درکړی

چي دې جذبه شی له وقاره ډکه
هریو دیوال به درله لاره درکړې
-------------------------------
په ځان ئي پوري کړل بلها رنګونه
زه ئی له هغسي تور زاغ ګڼم

د دې نظام هره تمغه او انعام
په خپله سپینه لمن داغ ګڼم
--------------------------

د رضا په کنډاو ناست یم
--
زه له ځانه څنګه لاړ شم
تا وې زړه کې دې وسیږم
بیا خو زه ملامت نه یم
چې له زړه نه مې تاویږم
--
زه له ځانه څنګه لاړ شم
ستا وجود راباندې ګران دی
چا به څنګ پيژندې ربه!
شکر باسه! چې انسان دی
---
زه له ځانه څنګه لاړ شم
زه ددې لانجې فریق یم
دواړه کوم قاضي له لاړ شو
ته عمیق يې زه دقیق یم
---
زه له ځانه څنګه لاړ شم
چې خپل ځان رانه پنا شي
چې مې دوه سترګې کړم پټې 
ټول جهان رانه پنا شي
---
زه له ځانه څنګه لاړ شم
زه د خپل خوب څوکیدار یم
زه د خپل جلال قیدي یم
زه په خپل کمال خمار یم
---
زه له ځانه څنګه لاړ شم
وایه لاړ شمه نو چرته
د هستۍ پیټی مې داسې
لکه غر خیژوم غر ته
--
زه له ځانه څنګه لاړ شم
تا وې زه په ټولو بر یم
زه چې زار شمه عاشق یم
زه چې ځیر شم پیغمبر یم
--
زه له ځانه څنګه لاړ شم
زه د ژوند سپیڅلی روح یم
طوفاني جلوې رانغاړم
زه موسا یمه زه نوح یم
---
زه له ځانه څنګه لاړ شم
ماته ته په ما کې ښکارې
دواړه دغسې مشغول یو
زه دې شمیرم ته مې شمارې
---
زه له ځانه څنګه لاړ شم
چې په خپل سیوري بلد یم
په الف سره شریک یو
خو د لام د توري شد یم
----
زه له ځانه څنګه لاړ شم
چې خبر مې په خپل قد یم
ما وې ته څه يې اسمانه!
ده وې ستا د نظر حد یم
----
زه له ځانه څنګه لاړ شم
چې د زبر موتاز نه یم
زیر مې بدي شي سرکوزی
لکه پیش خم انداز نه یم
----
زه له ځانه څنګه لاړ شم
چې له ډبه نه یریږم
زه د رب داسې عاشق یم
چې له ربه نه یریږم
----
زه له ځانه څنګه لاړ شم
چې خپل ځان زما جنت دی
یم امام د اندامونو
هر خوځښت مې عبادت دی
----
زه له ځانه څنګه لاړ شم
زاړه ټول راته قاریږي
تا جوړ کړی یمه داسې
چې مې نوی څیز خوښیږي
----
زه له ځانه څنګه لاړ شم
تا راکړې وې دوه سترګې
د مخونو ښکار کې توي شوې
دغه دواړه ځوانیمرګې
--
زه له ځانه څنګه لاړ شم
ما په چا دلته کې ژباړې
له شاهي نظره پټې
د مزوب د غاړې لاړې
-----
زه له ځانه څنګه لاړ شم
زه نایب یم د لوي ښکلي
د رضا په کنډاو ناست یم
د وفا بنګ مې ګوټلي
---
زه له ځانه څنګه لاړ شم
ښه ده زه زما نصیب یم
د هر نوي نمر کوربه یم
زه د خپل بڼ عندلیب یم

*****

ارمانه! ددې وخت بادونه نوي شانتې دي
زمونږ د ژالې چخچي وراسته شوي شانتې دي
ملنګه ! څو تڼاکې دې ساتلي دي که نه
ملنګه! دا تلي دې څه ورغوي شانتې دي
راځي چې د شوګیر کټوۍ کې وجوشووم خوب
یادونه دې د پیو د پیروي شانتې دي
چاوې په اننګو دې ټوکیدلي دي انار
زما خو پکې شونډې د نرسوي شانتې دي
د هاغه ګل په خوا کې عندلیب ځکه ژړل
د هاغه لولکۍ څانګونه سوي شانتې دي

*****

د یقین لاروي
۶
چې په نمر شي ميئن
نو پرې نمر شي ميئن
چې نظر شي شګوم
په منظر شي ميئن
شي سوالګری تندی
چې په در شي ميئن
د دلیل په حجاب
چې نظر شي ميئن
چې يې زه نګړم شمیر
هه هه تا شماروي
(د یقین لاروي)
-

چې مې سترګې شوې وا
شوم خبر ستا په فن
د نالوستي اوګه
کړې د لوستو مسکن
ده نیمګړې قیصه
د ورڼي او کفن
څوک د ځان کړې ميئن
څوک په ځان کړې ميئن

کوي دومره باور
ما په ما باروي
(د یقین لاروي)
-

دا چې ما نه لرل
په محفل کې یاران
ځکه ما پيژنده
د نظر بد زبان
دی پوروړی د نمر
دا د ستورو کاروان
دا چې ما ګرځوي
په جولۍ کې اسمان

یا په شور د اقرا
مې جذبې پاروي
(د یقین لاروي)
-

روح په روح شي ميئن
مخ کوي ریباري
شي جسمونه تحلیل
شي فکرونه باري
لکه ونه باري
د پتمنو یاري
چې مرام شي د چا
د جذبو بیداري
په جار جار يې بله
څوک چې ځان جاروي
(د یقین لاروي)
-

دومره نه لرم وس
چې راغونډ کړمه ځان
ستا فکري بتکده
لري دومره بتان
زه به کوم کوم غندم
زه شوم ستړی قربان
چې یو سترګي خو وي
د ړندو باچاهان

دا چې تا زوروي
هسې ځان خواروي
(د یقین لاروي)
-

یا په ما یا په تا
کې څه چل دی ضرور
دا چې خوند راکوي
د ګومان سیوری ګور
ژوند دې څه خو داستان
د امر او مامور
زه به شنه بنګ ګوټم
ته نچوړ کړه انګور

عندلیب غرسنی
هسې مونږ قاروي

*****

د سرونو د شمیر عصره!
ته به هم یو زوړ داستان شې!
په شورونو ولاړ قصره!
په شرونو کې به وران شې
-
د سرونو د شمیر عصره!
د سرونو بازار تود دی
چې د زرو په غره ناست دی
هم هغه د تا لارښود دی
-
د سرونو د شمیر عصره!
زه دې سر کړمه په شاړه
چې یوه چابړي کې تلې!
دا ساقي او امام دواړه
-
د سرونو د شمیر عصره!
باز دې مات کړلو په چتي
او زمري دې له ځنګله
د ګیدړ له ویرې وتي
-
د سرونو د شمیر عصره!
د بشر سر له جنجاله!
د عیسا ملګري لږ دي
تا ګټلې ده دجاله!
-

د سرونو د شمیر عصره!
وایم مۍ دې بې اثر دي
مغربي ساقي ته وایه
مشرقي رندان خبر دي
-
د سرونو د شمیر عصره!
د هر زغل شاته يې نوټ دی
دا ترې تا څه څیز جوړ کړی
دا انسان دی که روبوټ دی؟
-
د سرونو د شمیر عصره!
عندلیب هرڅه لیدلي
افلاطون او شاډولا دې
په یوه اخور تړلي

*****
 

جولۍ جولۍ چیناره!
چولۍ چولۍ چیناره!
۱
دا څه دي چې زه ګورم
دا څوک دي چې ما ګوري
د خپل سیوري لټون وو
راپیښ شوم ستا په سیوري

ما پټ کړه د وختونو د بختونو د خماره
چولۍ
جولۍ جولۍ چیناره
چولۍ چولۍ چیناره!
-

یو څوک به دې میلمه شي
خمار به درله راوړي
رباب به درله راوړي
سیتار به درله راوړي

یو څوک خو به راوځي د مرګونو د مداره

چولۍ
جولۍ جولۍ چیناره
چولۍ چولۍ چیناره!
--

جوپې جوپې غوړاسکي
لښکر لښکر نښتر وو
زلمي زلمي غانټول وو
ځونډي ځويډي جودر وو

په سر دې تاج ایښلی وو غوټۍ غوټۍ کوکناره
چولۍ
جولۍ جولۍ چیناره
چولۍ چولۍ چیناره!
-

یا داسې لکه زاڼی 
ورک شوی وي له سیله
یا داسې چې مشکڼه
پریوتې له امیله

یا داسې چې زین کړی اس دې ګرځي بې مهاره
چولۍ
جولۍ جولۍ چیناره
چولۍ چولۍ چیناره

به درد باندې پروت ګرده!
په ګرد باندې پروت درده!
ته څومره لږ يې مرده!
ته څومره ډیر يې فرده!
دا غرونه به دې ټینګ نه کړي زما د هستۍ باره
چولۍ
چولۍ چولۍ چیناره
جولۍ جولۍ چیناره
-
جولۍ جولۍ چیناره!
دا څنګه ورځې شپې دي
دنیا لکه مشین او
دا خلک يې پورزې دي
په ښار کې مې ونه مونده یوه سترګه بیداره
جولۍ
جولۍ جولۍ چیناره
چولۍ چولۍ چیناره!
--

جولۍ جولۍ چیناره!
خبره دلته کفر
نغمه دلته ګناه ده
سندره دلته کفر
په بډه مې شپیلۍ ده تماچه نه ده سرکاره!
جولۍ
جولۍ جولۍ چیناره
چولۍ چولۍ چیناره!
--

خالونه به ورانیږي
لوونه دي ګرمي ده
داغونه به جوړیږي
د سرو سترګو قاتي ده
ګورګوره مې څنډلې ده یوازې یمه یاره!
جولۍ
جولۍ جولۍ چیناره
چولۍ چولۍ چیناره
--
که اوښکه دې ده تړمه
سینه دې ولې یخه؟
ساتلی بازه ورک شې!
چا موړ کړې په چیندخه
نولو د اباسین په غاړه ماته کړه ټیټاره
جولۍ
جولۍ جولۍ چیناره
چولۍ چولۍ چیناره
--
زه هاغه عندلیب یم 
اشنا دې یم چیناره!
ته څانګې څانګې څانګې
زه هم دغسې یاره
لوګی شم د قامي وحدت د ناوې د سینګاره
جولۍ
جولۍ جولۍ چیناره
چولۍ چولۍ چیناره
--
د اشنغر د یوې شپې د یوه خواږه غږ په نوم ډالۍ شو چې د رباب سره يې دا ولسي سندره ويئله(جولۍ جولۍ چیناره وسپړه ګلونه)

*****

په بنیاد د حیرانۍ کې
ما زما تصویر لیدلی
زه د هاغه کشش راز یم
چې هیچا نه دی څیړلی
-
د کڼو د ښار بدبخته!
یه د چا د زړګي ټقه!
یه د بام د مرغۍ چقه!
یه د دام د مارغه پړقه!
-

تا وې نور یم ما وې نور یم
تا وې تور يې ما وې سپین یم
ته کوټلی تماشبین يې!
زه رټلی نکته چین یم
-
دا رندان چې تګي ګرځي
دا ساقي چې مرور دی
د نغمې د قبر خواته
د سازیانو انډوخر دی

*****

 

چې د سپرلي سیلۍ دې هم له قهره ډکه راشي
د خپل ریدي ریدي وجوده راله کرکه راشي
اسمانه ! ته د نظر حد يې زه واکمن لیونی
ستا لیوني دې مونږ زمکینو له په زمکه راشي
د ځان پلټنه مې په دار د حیرانۍ ودروي
دې ولې ولې له به کله ځکه ځکه راشي
پیره ! خانقاه کې دې افیم وو چې خوړلي مې دي
زه راغورزیږم چې پیری مې په ادکه زاشي
زه دې له نوره منکر نه یم خو په نمر ولاړ یم
ماته مې حوره د غرمې لکه شیشکه راشي
بیا به د شک د اژدها په خله کې ژوند تیروې
په اننګي به دې وړه غوندې ځوانکه راشي

*****

 

 پښتو ادب د نظم مینه والو ته ډالۍ
خاورین ادراکه

ناست يې په زمکه 
ژاړې اسمان ته
خيژې په بره 
کوز نه شوې ځان ته
ځیر شوې مکان ته
پروت يې امکان ته
دومره واکمن يې
دومره بیواکه
خاورین ادراکه
---
شتون له د عرش
راڼه دلیله!
مثقاله ذره
قاله او قیله
یو افیمي ته
صبرون جمیله

چاته چندڼ شې
چاته څپیاکه

خاورین ادراکه
---

دا لامبوزن دې
پیښ په غولۍ کړه
سر يې کدو شو
زړه يې لږ بۍ کړه
یا خو يې سر کړه
یا يې لکۍ کړه
ورک دی په مرګ کې
وتی له ژواکه
-
خاورین ادراکه
---
څوک راته خداي کړې
څوک مې صنم کړې
څوک راته قطب
څوک راته ډم کړې
ما به ما نه کړې
ما به کړم کړې
ویښ دې ویښ نه کړل
غږ د کاواکه
-
خاورین ادراکه
--

خاورین ادراکه

سټه د توت او
تار وسپنیز او
نوک د ادم او
هنګ د ختیز او
څنګ د جانان او
سیوري ټپیز او

ساز بشریز او
مینه خپلواکه
-خاورین ادراکه
--
ریژې چې ګل شې
شل شې چې شل شې
ټل کې که ټیل شو
بیا به پاګل شې
زه چې بلیږم
ته رانه بل شې

شمار کې زړه کړې
ګوته مسواکه
خاورین ادراکه
-
شپې له مې مړ کړې
ورځ له مې شاړې
حسن د خاورې
نغاړې رانغاړې
څوک چې دې خوښ شي
طور ته يې غواړې

یا خو مې خال کړه
یا مې تڼاکه
-خاورین ادراکه
-
زوی د خواهش يې
لور د ریا يې
تا وې بدل شوم
ما وې خطا يې
هغه ادم يې 
هغه حوا يې
هیڅ دې نور نه شو
بې له پوشاکه
خاورین ادراکه
----

خاورین ادراکه

درد چې صنعت شو
اوښکه مکاره
ستایو به لاره
څارو به لاره
ژاړو به یاره 
ژاړو به یاره

څه به زرغون شي
ستوري له خاکه
خاورین ادراکه
-
ستا راز مې اووې
زه عغه راز یم
ساز دې ځاي نکړم
داسې اواز یم
زه دې یم کار او
تاوې کارساز یم

خوار مې تلله
سترګه نمناکه
خاورین ادراکه
-
دا وګي ستایه
دا لشې ښکل کړه
دا غرونه تله!
دا للمې ګل کړه
نمر که پردی وو
سیوری دې خپل کړه

وخت درنه غواړي
چغه بیباکه
خاورین ادراکه
-
ښاخ د سیړۍ او
ګل د نمیر او
شپه د سپرلي او
لړې چاپیر او
غږ د شپیلۍ او
د ستورو شمیر او

دا ستړی شپون او
دا سینه چاکه
خاورین ادراکه
------
خاورین ادراکه!

تاته تا ښايي
تاته تا ستايي
ځان ته ځان نه شي
تاته تا ښايي
دا سړی څوک دی
دا لا څه وايي

دا دې بتکی کړ
څومره چالاکه
خاورین ادراکه
--
تورو ته سپین شوم
سپینو تک تور کړم
زه په نور سوی
اور ته پيغور کړم
بیا به په خاوره 
خاوره ټکور کړم
< -
بېرته شاته