(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.12.2014 (د وزیرستان په اپریشن (عملیاتو

څوک به مې رټي، ساتي
څوک به مې شړي په زور
څوک به راته سپک ګوري
ما پورې به خاندي لا
څوک به وايي ځه مړه
لاس دې شته خواري کوه
خدایه بیا دې داسې کړم
ولې زما څه قصور
زه هم ښه پښتون ومه
کور مې و جایداد مې و
ژوند مې و عزت مې و
بس یوه بلا راغله
جنګ یې و په پنجو کې
مرګ یې و په کومي کې
اور یې و په سترګو کې
زه یې را په تیښته کړم
ویني شیندي، اور شیندي
دلته ترې راپټ شومه
کور یې راته وران کړلو
ځکه ګداګر شومه

-
بېرته شاته