(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما ویر

[03.Jan.2015 - 11:12]

هلمند مو ژاړي پیښور کې ویر دې 
هلته دانګام په هر منظر کې ویر دې

لا د ننګرهار جنازې ټولې نه دي
خبر راغلې په خیبر کې ویر دې

زمونږ په کور ناتار د غم جوړ شوې 
ګورئ! په لر او هم په بر کې ویر دې

ټولې ودانې مو ویجاړې شولې
په هره شاړه، هر کنډر کې ویر دې

زه خو قاتل یم، زه مقتول هم یمه
په هره لاره، هر سنګر کې ویر دې

بچي په کور کړئ له قلمه تیر شئ 
ښونځۍ، جومات دلته لنګر کې ویر دې

رحیم په شعر کې چې ښکلا نه لري
فکر ټپي، زما هنر کې ویر دې

-
بېرته شاته