(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نننۍ ترمینالوژي-۴

[05.Jan.2015 - 20:21]

طنز

قانون

پارلمان په شورماشور تصویب کړی هغه شی دی

تر اوسه هیڅ واکمن لا هم نه دی منلی هغه شی دی

دچپن جمهوری دیارلسوکلو لویه لاسته راوړنه وه

دهغه پرته ملی وحدت ته قبول هر څه بیله هغه شی دی

***

وکیل

هغه چې په پارلمان کې دورځي خوبونه کوي

میرمني ته دشپې د بوتل جنګي نکلونه کوي

چې دشپې ویده سي په آرام اوتودبستر کي

له بستر سره غیږ نیسي بوکسونه غورځوي

***

دافغان واکمن پیرزوینه

امریکا ستا یې دوطن تورې غوښې

زما یې بسه دریاست پساو ښوروا ده

دا زموږټوله دوطن معدنیان یې ستا

زما یې بسه دارګ پاکه آب اوهوا ده

***

رشوت

هغه چې هیڅ مامور هغه نه بولي بد

دا هر چا چې لاس برسي هغه نه بولي بد

دهغه چا چې نه رسي لاس انګور وته

تروه هغه انګور خپل فشار ته بولي بد

***

بااهله

یو بااهله چې وزیر مقرر سي

بیسواده زوی یې محرر سي

تر کړوسي یې تقدیر بدل سي

کورنۍ یې دسیاست شرر سي

***

واک

واک د اوبو پرسر یوه حبابه ده

واک د سیتج پر سر یوه صحنه ده

داواک خوار ژوند دومره دی لنډګنډ

په پو او پردې کښته کیدو یې خاتمه ده

-
بېرته شاته