(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ماشومان که د مشرق که د مغرب دي

[08.Jan.2015 - 22:04]

وينا: دلاسه خان خروټي، آغا پبلک سکول خروټ آباد کوټه
ماشومان که د مشرق که د مغرب دي
د ژړا او د خندا انداز يې يو دی
جناب صدر ، درنو مشرانو، زما وروڼو او خوندو
اسلام عليکم:
​​نن زه ستاسي د ټولو په مخکي يو څو خبري کول غواړم هيله لرم چي تاسي به زما خبري په ډېره مينه او توجه واورئ.
درنو اورېدونکو! تاسو ته معلومه ده چي لکه څنګه چي دمور، پلار، استاد او د همسايه حقوق شته، همدغه ډول د اولاد هم حقوق شته. دا د حکومت او مور پلار ذمه واري جوړېږي چي بچيانو ته خپل ټول حقوق ورکړي. او د دوی مستقبل محفوظ کړي. ماشومان وهل ډبول، هغو ته بد ويل يا په اولاد کښي د زوی او لور فرق کول، بيا لويه ګناه ده. دلته شا او خوا ناست هلکوان او انجوني زموږ د وطن سرمايه ده. د درست پښتون قام مستقبل د دغو بچيانو په لاس کښي دی. که چيري تاسو د خپلو بچيانو صحيح تعليم او تربيت وکړئ د دوی د صحت او صفايي خيال وساتی، د دوی په ناسته او ولاړه نظر وساتی، دوی ته ښې ښې خبري ور وښايست، دوی ته صفا خوراک او پوښاک ورکړئ بيا به هغه خامخا په مستقبل کښي يو ښه کاميابه انسان جوړېږي. نو راځی چي موږ يو بل ته لاس ورکړو او دخپلو ټولو بچيانو لپاره د فکري او ماحولياتي الودګي څخه پاک او پاکيزه ماحول جوړکړو.  د ماښومانو مخ ته سګريټ او نسوار نه وکړو. دلته موجود ټول بچيان د قام بچيان دي.
د نن بچی به صبا پلار وي  ​​​ورسره به ټول اختيار وي
په تعليم به سترګه ور وي​​​​په خپل حق به ښه خبروي
دا بچی به په موږ ګران وي​​​​دا بچی به ايمل خان وي
دا بچی به درياخان وي​​​​دا بچی به ميروائس خان وي
دا بچی به خوشحال خان وي
 
زه د خپلي وينا په پای کښي دا ويل غواړم ، چي د پښتنو نجونو دپاره د مېوند د ملالۍ څخه را نيولي بيا د سوات تر ګل مکۍ پوري، زموږ دپاره يو څرګنده مثال او مشال دی. راځی چي د قام د پرمختګ او خوشالۍ دپاره د خپلي ونډي کردار ضرور ادا کړو.
 
 
ډېره مننه د خدای په امان
طبقاتي جدوجهد
انقلاب نعرې يې ولاړې په جهان باندي
افرين ښه په خلقي نورمحمد خان باندي
نور محمد ويل ملګرو زموږ مرګی راغلی
مرکنډی په ميدان کښېږدی که بری راغلی
په مېړانه وه ميدان ته هر خلقی راغلی
بيا په سپينه ورځ غوټې شوې پر ميدان باندي
انقلاب نعرې يې ولاړې په جهان باندي
افرين ښه په خلقي نورمحمد خان باندي
برکت د انقلاب ووهغه رشوت څه شو
هر افغان وو په عذاب هغه لعنت څه شو
د جابر افيسر هغه ظلم هغه وحشت څه شو
اوس خوشحاله خوشحالي شوه پر افغان باندي 
انقلاب نعرې يې ولاړې په جهان باندي
افرين ښه په خلقي نورمحمد خان باندي
د خانانو وه محفل ته شرابونه تلل
د شراب له مخه دوی ته کبابونه تلل
د شراب کباب بعد به آمېلونه تلل
نه شراب شته نه شرنګا شته په ارمغان باندي 
انقلاب نعرې يې ولاړې په جهان باندي
افرين ښه په خلقي نورمحمد خان باندي
ملګری اظهار احمد
 
 
 
ستر خلقي مبارز
انقلاب نعرې يې ولاړې په جهان باندي
افرين ښه په خلقي نورمحمد خان باندي
ږغ د انقلاب شو د ايشيا په زړه طوفان راغلی
ړنګی ګل خانې شوې په سامراج دوير خزان راغلی
مل شی زيارکشانو زياته خاندي خوشحالې کوي
ورمبارکي کي چي اختر مو د دوران راغی
بيا به د مجبور د مجبورۍ استثمار ونسي
ويښ شي زيارکشانو آزمايش مو د ايمان راغی
څوک پروطن باندي هيڅ رنګه يرغل ونکی
ګوری استعمار لره نن تندر د اسمان راغی
مړ به کله نه شي د خوارانو زوی په رنځ د لوږي بيا
قدر دوخت وکړی اې ملګرو امتحان راغلی
ستر مبارز راوستی بدلون تر سره بيرغ لاندي 
واوری نړيوالو! د افغان نوې کاروان راغی
ملګری اظهار احمد

 

 

-
بېرته شاته