(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

‫تړمې او ښکې

[10.Jan.2015 - 19:25]

تړمې او ښکې مې په مخ باندې دریاب جوړوي 
ظا لمان مې دزړه غو ښو نه کباب جوړوي
محبت او صداقت راته بلا غوندی شو 
ګونګوسه دپاکې مینې مې غوغا غوندي شو
غمازان شول ډلې ډلې څه حساب جوړوي
ظالمان مې دزړه غوښو نه کباب جوړوي
هغه زلفې چې عاشق به ترینه ټال جوړاوه
دعنقا مرغه لپاره به یې ترې جال جوړاوه
اوس مطرب ترینه تارونه درباب جوړوي
ظالمان مې دزړه غو ښو نه کباب جوړوي 
دچافکر په دنیا دچا دکارسره وي 
څوک به ناست په باغ او بڼ کې دخپل یارسره وي 
غریبمل قلم په لاس دعشق کتاب جوړوي 
ظالمان مې دزړه غو ښو نه کباب جوړوي

-
بېرته شاته