(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باچا خانه تاته ملامته یم

[20.Jan.2015 - 23:48]

محمد فاروق خټک – ریاض سعودی عرب

باچا خانه تا ته ملامته یم
ستا خو پیرنګی ته په میدان ولاړه ملاله د میوند خوښه وا – ولي زما خو د پیرنګی په غیږ کښي ناسته ملاله یوسف زېي خوښه ده –
باچا خانه تا ته ملامته یم
ستا خو درویش سکندر خان خلیل خوښ وو
ولي زما خو د استعمار غټ بادار د پښتنو د سر غټ قاتل خلیل زاد دومره خوښ دي چه ورسره مي خپلولی هم کړی
باچا خانه تا ته ملامته یم
تا چه په ټکر کښي د کوم پیرنګی سره جنګ وو
زما ټکر نن د هغه پیرنګی په کور کښي پناه اخستی او یوازي د خپل سر امان غواړی -
باچا خانه تا ته ملامته یم
تا خو پخپله خاوره خپل اختیار غوښته امن غوښتو
ما پخپله خاوره دخپل اختیار په وخت په خپلو جوماتونو ، خپلو حجرو ، خپلو کورونو ،خپل پیښور کښي په سرو وینو اولمبول –
باچا خانه تا ته ملامته یم
تا خو د لر او بر یو افغان ارمان لرلو
ولي ما درته په خاوره د خپل اختیار په وخت خپل رور خپل پښتون او خپل افغان در په در کډه په سراو په خپله خاوره مهاجر کړو -
باچا خانه تا ته ملامته یم
تا خو د خوشحال د تُوري شړنګ خپل ثقافت ګنړلو
ولي زه خو اوس د رباب ټنګ ته خپل ثقافت وایم –
باچا خانه تا ته ملامته یم
خلق پخپلو وفات شوی مشرانو پسي هر کال قران خوانی کوی اود پاک الله نه د هغوېي د بخښني سوالونه کوی –
ولي زه نن ستا پیروکار ، په تا مېین ، ستا پتنګ ، ستا دروند پښتون ، ستا ګلالي او شاه زلمي خو هر کال په تا پشي ډول او هارموني راخلم او د بهنګو نشو او خمار سندري وایم او په قبر کښي دي هم په قلاره نه پریږدم-
باچا خانه تا ته ملامته یم
ته خو ټول عمر تش لاس لکه د منصور د اورنګ او پیرنګ سره جنګ ته روان وي –
ولي ما خو نن د ځان نه خانان او نوابان چاپیره کړی اورنګ له مي لاس ورکړی او د پیرنګ سندري وایم –
باچا خانه تا ته ملامته یم
تا خو د پښتنو د روزني ارمان لرلو تا ورته د لوستي او زده کړي د پاره ازاد مکتبونه پرانستل -
ولي ما ورته  سینما ګانی پرانستي چه د پښتون بچُوړي پکښي د ټوپک زما قانون سبق زده کړی –
باچا خانه تا ته ملامته یم
تا خو انجمن اصلاح افاغنه جوړ کړي وو
ما ورته د نشتر هالونو په نوم انجمن بربادی افاغنه ابادکړل
باچا خانه تا ته ملامته یم
ستا خو ستر میر ویس بابا خوښ وو – د هغه اقوال دي وظیفه وا – د هغه د توري ننګ او مړاني قیصي به دي کولي
ولي زما خو میر اوس خوښ دي – هغه د ځان سره د ګوتي نه نیولي ګرځووم – چه ټول پښتانه ټوقمار جوړ کړم ځکه چه ددنیا په تاریخونو کښي د ټوقمارو هیڅ مقام نیشته دي –
باچا خانه تا ته ملامته یم
ته خو خداېي خدمتګار وي – د پښتون قام خوشحالی او سوکالی دي غوښتله –
ولي زه خو:  میم زر ما او هر څه زما  یم :  ستا پښتون قام مي خرڅ کړو او ځان له مي ورباندي په دوبېي او سنګاپور کښي مانړېي واخستي –
باچا خانه تا ته ملامته یم
ته خو فخر افغان وي افغانیت دي خوښ وو
ولي ما خو نن خپله پښتو هیره کړی ننګ افغان یم فرنګیت مي خوښ دي –
باچا خانه تا ته ډیر ډیر ملامته یم
ستا په نوم اباد کړي شوي ستا یادګار: باچا خان مرکز:
زه نن په هغي نخښتي یم او مقدمي کوو -
 
 

-
بېرته شاته