(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ما له ازله پیزندلی مینه

[24.Jan.2015 - 19:52]

ځکه می هر چیرته شیندلی مینه
له تا ونشوه خو ما کړی مینه
ټولی دونیا ته می ښودلی مینه
زه چی دوعا کړم خیر د ټولو غواړم
شیخه نو تا کله لیدلی مینه
خدای چی ورکړی زړه مین وی چاته
له چا ئي کله سپمولی مینه
د صداقت په ستن او تار (انجانه)
ما په خپل زړه بوری ګنډلی مینه

*****

سترګو د یار خو رانه وړي دی زړه
دغه خونکار خو رانه وړي دی زړه
زه خو ساده وم په چل نه پوهیدم
د زړه لوټمار خو رانه وړي دی زړه
ما د سرو شونډو لمبی څه پيزندی
ښکلو د ښار خو رانه وړی دی زړه
د سترګو کلی ته ئي بوتلم په چل
ښکلی رخسار خو رانه وړی دی زړه
نه پو هید م خو زړه می وګنډلو 
په مینی تار خو رانه وړی دی زړه
زه خو ( انجان ) یم ما خو پیژنی ټول
هغه هوښیار خو رانه وړی دی زړه

*****

راشه کنه ډیره دی جفا وکړه
وایه راته کله دی وفا وکړه
زه چی راتاو شوی په کوڅه یمه
تا هغه ګړی کله رښتیا وکړه
دا چی په لوګیو کی ژوندون کوو
چا وکړه . خو تا وکړه او ما وکړه
لاړه دونیا ګوره اسمانونو ته
مونږه بس جګړه وکړه ښیرا وکړه
نن چی لټوو ځان په خپل ځان کی بیا
څه ګټه ( انجانه ) ما او تا وکړه

*****

رښتیا ده چی رښتیا مونږ نه منو که نوره څه وی
ځانونه مین هسی نوموو که نوره څه وی
په دی باندی پوهییږو زه او ته جانانه غلۍ
والله چی په ځان خلک خندوو که نوره څه وی
نه تا کړی وفا ده او نه زه جفا کوی شم
مونږ هسی خپل ځانونه غولوو که نوره څه وی
معلومه یارانه ده زما ا و ستا دونیا پوهیږی
په ځان تماشه خپله جوړه وو که نوره څه وی
ستا هر ماښام ښیری او زما لاس په دوعا پورته
هر یو مونږه خپل خپل عمل کوو که نوره څه وی
ستا هم سیلاب په سترګو زما هم ګریوان څیرلی
( انجانه ) خپل ځانونه شرموو که نوره څه وی

*****
غم سره اشنا شومه ډیر ښه شومه
خلکو ته رسوا شومه ډیر ښه شومه

شک مي په وفا ګوره چي ونکړې
ستا ومه هم ستا شومه ډیر ښه شومه

خوی مي د مجنون ځان ته اختیار کړلو
اوس چي په صحرا شومه ډیر ښه شومه

زه یمه بدنام د یار په مینه کي
چا ویل د بل چا شومه ډیر ښه شومه

څه وکړم ( انجانه ) عشق همداسي وي
محتاج چي د دوعا شومه ډیر ښه شومه
( دیاسینګ انجان)

*****

غم سره اشنا شومه ډیر ښه شومه
خلکو ته رسوا شومه ډیر ښه شومه
شک می په وفا ګوره چی ونکړی
ستا ومه هم ستا شومه ډیر ښه شومه
خوی می د مجنون ځان ته اختیار کړلو
اوس چی په صحرا شومه ډیر ښه شومه
زه یمه بدنام د یار په مینه کی
چا ویل د بل چا شومه ډیر ښه شومه
څه وکړم ( انجانه ) عشق همداسی وی
محتاج چی د دوعا شومه ډیر ښه شومه

Daya Singh Anjaan

-
بېرته شاته