(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دملي وحدت حکومت

[26.Jan.2015 - 14:05]

طنز

هغه پردي چې موږ ته په چل وي

غوراوی دهغویو عاقل بل غل وي

دهغه ولس له حاله د ي خدای ساته

چې عقلان یې له غلو سره مل وي

****

دهغو ولس چې یو باچا وي انتخابي

بل باچا سي دشر او زور انتصابي

دهغه ملت باندي کټو ماتیږي نه پخیږي

د بهر د اوره نه ، دننه د ملي نفرت زوري

***

کله چې یو دوه سره موجود چیري پیداسي

په زوکې د خلکو لامل دهک او هېښتیا سي

له هغې چې ارګ ته دوسره موجود راوستل سوی

دهغه د خلکو په لیدو پرله پسې غږد ټسا سي

***

چې د دوسره حکومت واک بر قرار وي

ټوله ورځ به ولس په تماشادهغو د چرار وي

په هر کا رکې به یو په بل پړه ور اړوی

ملی نارې به د وحدت د کونو مردار وي

***

بې قانونه جلي بلي وحدت ولس کړ سینه بغل

پردو به په دو ه سره مار د ولس پيل کړ ټغل

خپل سره ځنګلي حکومت هرورځ فرمان زیږوي

ځکه چې امریکا او حامیان یې ولاړدي تر بغل

***

دلته د ډبرې د غویي دوام لري لوغل

دوحدت دیخ دلاسه ولس سو سینه بغل

د اهل کار په ځای سهامي شرکت چلیږي

که پارلمان په پیسو ومني وزیر وچکه غل

***

د وحدت په نوم چليږي بې اوبو ژرنده

تر څو به زموږ د رسنیو وی د رښتیا ژبه بنده

په هره څوکۍ وزلوبه ده او رسۍ کشي

ولی آشپز پخوي کوربه ته خواړه بدخونده

***

چې ارګ د جلي بلي وحدت سنګر وي

هلته به د پرمختګ بند تل ور وي

پولي وحدتیان یو بل کله خپه کوي

هر یو په خپل وسه له وطنه زر وړي

ټغل( تیر ایستل )، ، وچکه غل ( کیسه بر)، چرار ( کالی څیرول)

 

-
بېرته شاته