(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داجمل خټک بابا په ياد کې

[10.Feb.2015 - 22:16]

ملگرو د ستر قامي شاعر اجمل خټک صيب په ياد کښې دا یو زوڑ نظم درتہ ڈالئی کوم ۔۔۔ شمس مومند

اجمل خو يو سړے نه و شمله د پښتنو وه
هم چغه د غېرت وه، هم نغمه د پښتنو ه

وطن کښې يې ژوندون د ملنګانو غوندې تېر کړو
د کرښې نه بهر سمه شکوه د پښتنو وه

ادب که صحافت که سياست واړه ئې زده وو
اجمل بابا خپل ځان کښې مدرسه د پښتنو وه

غازي و د ګفتار او د کردار او د قلم
نور هېڅ که نه و بس خو يو آسره د پښتنو وه

خوشحال نه تر د سياله او اجمله پورې راغله
ادب سره د تورې سلسله د پښتنو وه

عالم د دين دنيا و ښه سپين روبے و پښتون و
ممبر و هم محراب و هم حجره د پښتنو وه

نادانه پښتنو ترېنه فاېده اوچته نه کړه
اجمل بابا د علم خزانه د پښتنو وه

اے شمسه مړه هغه چې نه ئې نوم نه ئې نشان وي
اجمل د پېغلې سر کښې لار کږه د پښتنو وه
٢٤ مارچ ٢٠١٠

-
بېرته شاته