(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دډیرو مشاورانود لرلو سیالۍ/آ للو احمدزی للو

[11.Feb.2015 - 20:15] موږ پوهیږو چې ارګ د ورېښمو ده زانګو څوک نه راوېښیږي د ملت دخوږ په ازانګو هر څوک چې ننوتی دی دې د نعمتو جنت ته یوازې یې فکر وي په خپل تل پاته کیدواوکالو *** آللو للو للو آ للو احمدزی للو آللو للو للو آ للواحمدزی للو احمدزی په ارګ کې ويده دی لکه کاڼى د اوبو آللو للو للو- آللو للو للو تا ويل کار اهل کار ته سپارمه -سم بدلون راوړمه آللو للو للو تا ويل ما وټا کئ کا راهل کار ته سپارمه سوله راولمه آللو للو للو تا ويل ښرمښان ورکومه دا خوار ه رمه ځينې ساتمه آللو للو للو احمدزی په ارګ کې ويده دی لکه مالګوبی د اوړو آللو للو للو- آللو للو للو *** تا ويل دا ملک بېله متفکر څوک جوړوای نه سي آللو للو للو تا ويل دا نا اهل والیان څوک بېله ما ورکوای نسي آللو للو للو تا ويل چې تغییر اوتحول ته مې څوک ټينګيدای نسي آللو للو للو احمدزی په ارګ کې ويده دی لکه تومنه د مستو آللو للو للو- آللو للو للو *** هغو چې وطن یې چو رکړ تر اوسه لا دي وزیران آللو للو للو چي د وطن وه دوښمنان تراوسه دي لوی لوی واکمنان آللو للو للو په څلور میاشتو کې دی لیري نه کړه دوه والیان او قاضیان آللو للو للو احمدزی په ارګ کې ويده دی لکه ژی د اوبو آللو للو للو - آللو للو للو *** هغه چې تا ویل ولي اوس کوې دهغه سر چپه آللو للو للو داسرپرستان دي اوس په نېمکه نه کوي سرپه آللو للو للو ستا شاوخوا هم لکه کرزی ټول غله دی په ترپه آللو للو للو احمدزی په ارګ کې ويده دی لکه غوټه د رانجو آللو للو للو - آللو للو للو *** لږ ډاريږه ډیر توکل په خپلو خلکو اوپاک الله کوه آللو للو للو ځنډ مه کوه لږ ژر کوه په خپلو وعدو سم وفا کوه آللو للو للو تکيه په نورو مه کوه په مټو تو او بسم الله کوه آللو للو للو احمدزی په ارګ کي ويده دی لکه ځګ د ژېړوغوړو آللو للو للو- آللو للو للو *** که د ملت درته سوه شا په درد دي نخوری عطااو عبداله آللو للو للو موږ دې په للو للو راويښوو په باريکيو دي خبروو آللو للو للو دورېښمو د زانګو خوبونه خوند کوي موږ هم پوهیږو آللو للو للو دا پنځه کاله تا ته هم لکه کرزی ښه آرام خوبونه غواړو آللو للو للو کور دننه په خدای سپارلی بهر درته ښه چکرونه غواړو آللو للو للو احمدزی په ارګ کې ويده دی لکه کندو د اوړو آللو للو للو- آ للو احمدزی للو ی چي ملت وهي په چپلاخه اخیر به سي هزار سوراخه آللو للو للو چي ملت وهي په سوک اخته به سي اخیر په دوک آللو للو للو احمدزی په ارګ کي ويده دی لکه غوټه د رانجو آللو للو للو- آ للو احمدزی ښه للو

طنز
محمود نظری
گله! هله ځي!
  
دالټ غویی بې اله بله  کله ځي
لږ حرکت غواړي بې تیله کله ځي
شوکماران بې صابوني اماله کله ځي
سمه جوله راوله جزغاله خپله ځي
گله ! تا  ته وایم برېت غوړ هله ځي
ته د پښو ترپ کړه غل غدو خپله ځي
***
تا ویل له دې وطنه  بدجوله ورکومه
ددې وچکه غلو ټوله سلسله ورکومه 
انگره دنگره والا ته  اماله ورکومه
له جذبه والایې  زنگوله شکومه  
گله! واوره   تا  ته وایم ډانگیی  هله ځي
ته د پښو ترپ کړه خاینان خپله ځي
***
ولي دي په هر کار کې شمه ځي
هله ونیسه ووایه  غله سراسیمه ځي
دا خېله والیان ټوله په اېشله ځي
الله جلله کوه نور یې بی تبادله ځي
گله !  واوره   تا  ته وایم مافیا  هله ځي
ته د پښو ترپ کړه خاینان خپله ځي
***
که ستا هر کار دسلو ورځو په تمه  ځي
دا د وطن پرستي جذبه دي خپله ځي
په بسم الله  د هړیړې غوړپ په ذمه ځي
د ژمي توره څله له وطنه بې حیله ځي
گله ! واوره   تا  ته وایم غل غوبل  هله ځي
ته د پښو ترپ کړه خاینان خپله ځي
***
چیرې هغه ستا رسالت سو
اخیر ولي بیا مصلحت سو
څه هغه ستا پوه او اهلیت سو
دوام دواشیر  دغلو سلسلت سو
گله ! واوره   تا  ته وایم مکار هله ځي
ستا په دې ځنډسیاست خاینان کله ځي 
 
 
اله بله (شور اوچغو) توله ( توازن)، برېت غوړ( رشوت)

طنز

د واک په لړمون خوړینو کله جوړیږي دا وطن
په دې د خیانت ملاشینو کله آباديږي داوطن
دامرګوني دافعي  زهر دي بودجې د وطن ته
په دې تش مغزو پیازانو کله و دانیږي دا وطن
***
رښتیا په ډیرو مشاورینو ډیریږي لیاقت؟!
رښتیا په ډیرو باډیګاردانو ډیریږي پت؟!
سیالۍ ده   تر منځ  د ټولو واکمنو تت پت
په مشاورانو چې نه لري بڅرکی ذاتي اهلیت
 
خره په مشاورینو کې ویني خپل شان وشوکت
هغه چې ډیر مشاورین غواړي دی اصلي جت
ډارن یې خوشاله دي د باډیګاردانو په زیادت
چې اجل  راسي خپل باډیګارد یې کړې رخصت
 
دې ته د بودجې دپرتوګ شلیدل وايي د ملت
داسې دولت ته بزرګان وایي انتفاعي شرکت
په دې ډول هر یو خپل داړې ته  کوي خدمت
هغو ته ورکوی ډالران ،موټر د پوهي عزت
 
یو ډر واکمن یې درې سوه باډیګاردان لري
بل چمګر یې د سلو مشاورانو لري حسادت
په یاد مو دي چې یو ابتر لرل سل مشاوران
څه ګټه نه یې دهغو منله نه دجرګې مشورت
 
داوطن دي خدای  تش مغزو کډوانو خلاص کړي
له سینده دي د  مشاور، باډیګارد ورک سي لغت
د خوار ملا دومره ‌‌ځیره ده چې بس سي  د طالبانو
ایله د باډیګاردانو،مشاورانوسي ډالري اجورت
 
کارخو نه کوي چې دهغو مشوره یې په کار سي
دهغو په لګښتونو پوره کوي دکال د بودجې کمیت
ولي پوه او پاک سړي نه غوره کیږي هر مقام ته؟
چې نه مشاور نه باډیګارد ته ولري کوم حاجت
 
متفکر وزه له لیوه خلاصه په کوردننه د قصاب  کړه
ښه بله لیاره یې ورته پیدا کړه د  متفکري خیانت
د نا پوه مشاروانو دلاسه هر کاردلته خرابیږي
غوییان مرداریږي دقصابانو په قومي رشادت
***
باډیګارد او مشاورته په کار دی کاري قانون
داضافي خیرو لپاره په کار دی کندزي صابون
یوازې باچا ته درې سم مشاوران  په کار دي
داضافي جرتکانو په  ضد په کار دی ملي پاڅون
 
هو!دملت استازو، مدنی ټولنو دا  خیانت نه دی؟
د دې خود سرو پر ضد په کارنه دی نمایشی غبرګون
ملت له لوږی مری هر جرتک دمشاورو کابینه غواړي
ا ې خوار ملته ددې حالته په کارنه دی ملی خلاصون
 
خلک یو باچا لری موږ شکر ډلګۍ د باچاهانو
بس، ددې بې قانونه دولت په کارنه دی شلنډون
بې قانونه دولت بې قانونه تشکیلات بې قانوني
بس، موږ ته هره ورځ په کار نه  دی د یو شالنګون
 
دا خدای وهلي سیاسیون د چاپه خوله نه دي
هغه کوي چې یې  وي دخپلي کونې رضایت
ملت تر اوسه ښه کارد وږسترګو لیدلی نه دی
ټوله لری دسنت، قران ،قانون اساسی ضدیت
 
ددې ټولو غوړ لوښو مراد یو دی دجیب ډکول
ټوله په همدې یو لاره کې کوي اسلامي کثرت
وروره ! هیڅ شی د خدمت په نوم نسته دلته
په هر کار کې د یوې ډلې دی د اوزګړي رذالت
 
تت پت ( بی اصله)، پت ( ناموس)،جت ( ناپوه)

-
بېرته شاته