(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

(بدل واکمنان(طنز؟/دمارچ د اتمې په ویاړ

[02.Mar.2015 - 20:01] ماته جلالتماب ووایاست له دې وروسته ماته جلالتماب ووایاست ټولوغلو کارمندانو ته اعلی جناب ووایاست ومولیده څنګه مو اول نوک بیا سوک ځای کړ له دې وروسته زموږ نومونه په اداب ووایاست ما ټوله خپله دوستان په اساسومنصبو وګمارل ماته دټولو غلواو خاینو صداقت ماب ووایاست زه د خلکو په رایو ټاکل سوی یم تاسو خبر یاست ماته اصلي او نامي وړونکی د انتخابات ووایاست هر څه چې زه کوم نر نه وینم خپل مخکې بل څوک ما ته دنفاق د فدرالي سیستم تهداب ووایاست زه ډاکټر یم جامع الکمالات یم د هر کارا هل یم زما ټولو غرتو ته له دې وروسته ابیات ووایاست داز ه چې په دې شیک کاغذ پیچ لباس کې ګرځم ما ته په دې خزان بڼ کې نورسور ګلاب ووایاست دا چې زه او ملګري مي د واک یو خراب وتراب موږ ته له دې وروسته دوطن سلطنتماب ووایاست ما باچاهي ، ګران لباس او لوړ القاب ډیر خوښ دي ما ته له دې وروسته دوطن لوی نواب ووایاست زه اجراییه رییس نه یم زه اصلي دوطن سلطان یم زه ښاغلي نه یم ماته ترټولو ښه جلابماب ووایاست زما پسې سل باډیګارده سل مشاوران روان وي ماته اجرائیه رییس نه ستر ټولواک ناب و وایاست ولاکه د چا پلار خاین ته څه ووایي تر څو زه یم ماته د غلو او توپکسالارانو ترناب ووایاست زه غواړم په ډالرو کې بازی وکړم سره دیارانو ما ته دملک د بیت المال عذاب ووایاست زه ګرداب یم تالاب یم مرداب یم اهل دکار ته ما ته د اهل کارو لپاره جاړبوڼی جلاب ووایاست دا د دولت ټوله بودجه زما ده زما ده زماده زما ماته یارانو په لګښت کې پیرد خرابات ووایاست ماچې امریکا ته دافغان د وژولو قاطع حق وکړ ګورئ ماته له دې وروسته د وطن قصاب و وایاست زه چې دهر چا سره ګورم یا زما په دیدن مشرفیږي هغو ته نور غونډوال نه زما سره باریاب ووایاست زما کړه ډیر پیریانو ته پاته کیږي نظر انسان ته له دې وروسته ماته انسان نه پري ذات ووایاست زما ټولې وعدې یوازې وعدې وبولئ ولسه ما ته دتږو وطندارانو لپاره سراب و وایاست *** زه په شفافو ټاکنو اجرائیې ریاست ته رسیدلی یم ماته نورد غني په لاسلیک انتصاب مه وایاست دا خوږې اوبه چې تل زما دوستانو په لاس کې دی دخدای لپاره دې ته نور ترخه شراب مه وایاست داخړې اوبه چې د پاسه را رواني دی په بیړه زه درسره یم دې ته د خړ و اوبوسیلاب مه وایاست زه بودجه بې حسابه کتابه لګوم اصل خراباتي یم دې ته ګران ولسه ! نور دجرم ارتکاب مه وایاست په دې ساختګي انقلاب کې شوکمارن راسره دي ولسه دې په نوم مجاهدینو ته کریاب مه وایاست ما په خړو اوبوپه سپینه ورځ زرګونه کابلیان یووړه اوس نو نور ماته هغه پخوانی کذاب مه وایاست زه اوس واکمن یم د ټولو خاینانو کونې مینځم ګورئ دخدای لپاره نور ما ته تشناب مه وایاست تر څو چې زه جلالتماب ژوندی یم او پر واک یم دې غلو او چکه چورو ته خانه خراب مه وایاست *** د مړو خولو په لیدو هر لوده دلته ځان فرعون ویني دخدای لپاره نور هر یږ ته آغا ساب مه ووایاست په ریاست جمهوري کې مواشرافي القاب پیدا سوه څوک وایي دې دیمو کراسي ته غرقاب مه وایاست هر څوک خپل تر وسه هر څه کوي چې وس یې وي دوطن هر خره یږ ته ښاغلی او جناب مه وایاست دکم اصله واکمن انسانانو ورځ په ورځ کبر ډیریږي کم اصلو، تګو ، غلو ته اعلی جناب مه وایاست له دې وروسته د رشخند لپاره چې یږ او خروینئ په جرتک نیولو ورته ډر جلالت ماب ووایاست *** ترناب( ارمان )، جاړبوڼی( ښه جلاب دی ) دکابل چوکه یان آیا رښتیا یو موږ هغه لرغوني میړني افغانان؟! آیا رښتیا زموږ خلک دي سم اصلي مسلمانان؟! خور، مور، میرمن مو بازار کې ګرځیدای نسي په هر ګوت کې ولاړ دي ورته بدغوني پرزه چان ایش ، چش . میري ، جان جان اوقربان ات شوم آیا دا مو دي دوطن هغه اصلي غیرتي ځوانان؟! دښار په بیروبار کې ښځې ترې تیریدای نسي په هر ټنبه کې ورته منتظر دي سامبولي چوکه یان آیا دوطن داځوانان خور ، مور او ناموس نه لري؟! آیا داد شیطان دي یا د انسان دي ښاغلي زامنان؟! په هیڅ ملک کې نسته داسې بدخولي بې غیرتان چې هرې خوا د ښار یې لهانده ګرځي شهوتیان دفاسد ، غل، پرزه چي چوکه یي صفت مومبارک سه بس کړئ سر خرېیلو، دچا وجدان زغملی نسي دا شیان زموږ دولت رښتیا چې نوم یې اسلامي دولت دی ازاد یې بازار دی ازا د یې دي مردار خښتګي چوکه یان دداسې غله واک لرونکو څخه څه ګیله نه ده په کار ټوله په خپلو جیبونه ډکولو اخته دي باولي واکمنان په ولایتونو کې روان دي بیاد سپین خلو ځورول ښار کې عزتي چوکه یان اطرافو کې غیرتي بچه بازان دهیڅ افغان خور مور او میرمن دلته امنه نه ده ان خپله دا کارونه کوي زموږ ځینې خلمي پولیسان چې ووینې داسې یو، توکوه په هغه بداخلاقه مردار یا تو لانت پر ځان ووایه که یې اصلي مسلمان افغان خدای خپله دهغه وطن تقدیر نه بدلوي اې افغانه چې خپله ورک نه کړي دخپل عزت جلبلي دښمنان په ما یې څه زما خور مور اومیرمني ته خو نه وایي بل چیري ستا په خور پسې دي دا باللي چوکه یان هر برېتو چې یې ویني په بریتو کې خاندي اوتیریږي نسته یو خنداګلی چې د څو وباسي ریخلي پرتوګان نسته اصیل افغانان چې مخه ونیسي ددې پرزه چانو سر عام څودامجرمان کړي دخرو په بیاتي خصیان دا یوه ورځ د ښځو دورځي په نامه دا جرم پریږدئ کله یې پریږدي دامفته حلوا دا سپورخلي ارمونیان سامبولي( پرتوګ کښلي)، اللی تللی( سرګردانه) ، باللي( په ښکار اموخته ) بدغوني( بدشکل)، جلبلي( بې پروا)،باولي( لاپوک)، سپین خلی( بی ږیره هلک) ، سپورخلی (پوچ خولي)

محمود نظری

چې یو  دهند بل د ایران نارې وهي

یو د امریکابل د پاکستان نارې وهي

 دا وطن نه جوړیږي وناکه جوړ سي

 چې یوازې یې عوام د افغان نارې وهي

***

چې دلته ږغ د خراساني اوافغاني وي

تر هغه به دې ملک کې لاس  داجنبي وي

 وطنفروشان به په زغره دکفر نارې وهي

چې د پردو وسله دلته ډیموکراسي وي

***

چی یو  دوه ددغو پردو په دار سي

 دا به اصلي کار د وطن پرستي وي

تر هغه دا  وطن  ونا که تیارسي

چې نیم    واکمنان مو  ایراني   وي

***

دلته  پردي دي سترګې وږي

 ټول وطن ته دي سرخوږي

 په هډوکي  کې کباب مه پلټه

دا پردي د بهرنيو دي خبر غوږي

***

ترخي اوخوږي اوبه نه سره ګډیږي

غوړي او اوبه هم نه سره ګډیږي

 بیا یې هم موږ تر قیامته ښوروو

خراسانیان او افغانان نه سره ګډیږي

***

خپله نه لرو کوم دیګدان اوچراغ

 نه کومه لمبه لرو نه کوم شیطان چراغ

 موږ ړانده د هرې  کندې خوا ته ځغلو

چې هغه خواته بل ووینو دبل بل چراغ

خبر غوږي (مطیع)

-
بېرته شاته