(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مقام

[22.Apr.2015 - 18:24]

خدائي وركړي وه هر چاته نصيونه
په چا ښه وي په چا بد راسي وختونه
څوك باچا ده زمانې كي وي خوشاله
چاته جوړكړي دشمنان خپل اولادونه
د قلم ليكلي څوك بدلوي نه شې
په احسان مسلم به هم راسي وختونه
غزل
ښه سوه چې ياره تجربه مې وسوه لږ څه تاوان 
ډېره فائده مي وسوه  
د عشق مضمون كله وئيلي وما
په خوب وده دا ارده مي وسوه
خپلي بې كسې ته سوچو وړي ومه
خدائي كم بچاو غټه فائده مي وسوه
له خپله بخته ګيله من نه يمه
د ژوندون لوئي فيصله مه وسوه
احسان پام كوه چې ونه پرزي
ده مسلم ټول سرمايه مې وسوه

احسان الله مسلم

-
بېرته شاته