(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نظم

[02.May.2015 - 19:15]

په ما باندې د هر وطن نه ګرانه پېښوره
جانانه پېښوره، جانانه پېښوره

تاریخ به دې ګواه وي تل د ځانه مړانو
خېبر د دنګو غرونو ترجمانه پېښوره

خواږه خواږه یادونه مې رنګین رنګین خیالونه
تړلي مې دي تاسره پخوا نه پېښوره

د سوات د مالاکنډ د تاترې څوکې دې ویاړې
ګل ګل دې مارګله ده تر بولانه پېښوره

خاوره عنبري د اشتنغر مې دې یادیږي
چراټ غرونه په ما کړه مهربانه پېښوره

بنو، باجوړ، پاړه چنار دی که نوښار دی
نظر مې پرې خوږیږي تر مردانه پېښوره

چې هېر د امریکې دې رڼاګانو رانه کړی
یادیږي ستا لوګي راته بې شانه پېښوره

زړګی مې په سینه کې قرار نه مومي پرېشان دی
دا ته چې نن سبا یې پرېشانه پېښوره

دا چا کړی د نظره چې ښایست دې غرغنډه شو
ګلونه دې دوړیږي د بوستانه پېښوره

وفا، غېرت، مړانه، توره هر څه ستا په غېږ کې
ښایسته یې د پښتو په شمله خانه پېښوره

احساس مې د بلبل په شان هم ستا په چغیږي
خیالونه مې تاویږي تل لتانه پېښوره

سحر که مازیګر ښکلی ماښام دې د کتو دی
ای زړه د پښتونخوا ښکلی افغانه پېښوره

ناهید سحر

-
بېرته شاته