(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

میلمستیا ...؟!

[08.May.2015 - 14:46]

میلمه مې درویا یم ،روهستان سره ځو
هېواد دمیرویس خان او خوشحال خان ته سره ځو
ضرور به که ژوندی وم باجوړ باندې سلام کړم
په صوات باندې راځو ،وزیرستان ته سره ځو
ریښتیا چې پېښور خو پېښور دی پېښور کې
زیارت دلوی با با عبد الر حمان ته سره ځو
هم هسې دخیبر پر تاریخی دره تیریږو
سلام پر ننګر هار کوو لغمان ته سره ځو
سندره مې له سینه دکونړه سره وایم
میله باندې څو ورځې نورستان ته سره ځو
راکړی چا ادرس دبی نظېرې ښکلا غرو کې ؟
په لټه ددې حسن بد خشان ته سره ځو
قدرت دلته ښایست په تما شا دخلقت ایښی
دا ګورو ، بیا یوځای تخارستان ته سره ځو
مزه مې دکندز دخټکیو لا په یاد ده .......؟
قدم پر قدم ورو ورو امام جان ته سره ځو
ډالۍ دخپلې مینې او وفا ځان سره اخلو
موسم پکې د تو تو دی بغلان ته سره ځو
له تخته درستم په سمنګانو کې ناره کړم
خیرات غواړم دسولې سخی جان ته سره ځو
پر لا ر دمیمنې او دبادغیس و رځو هرات ته
هلمند مو چېئ ښه وکوت ارزګان ته سره ځو
نیمروز او په فراه کې مې یاران دی چی ورځمه
زابل مې په پلان کی دی ، سیستان ته سره ځو
له مینې خوږې شپې به تیروو په ارغستان کې
زیارت دمیرویس خان کړو ، کوکران ته سره ځو
پر خوست پر پکتیکا او پکتیا چې را چکر شوم
پر لاره دغزنی ښکلی میدان ته سره ځو
سنځلې غوړولی خپل ګلونه په لوګر کې
دعطرو په څپو کې کا بلجان ته سره ځو
ورو ورو دمیدانښار پر لار ورځمه پر بامیانو
پر لاره دغوربند راځو پروان ته سره ځو
میله به دکبانو دپنجشیر کوو حتمی ده
پر لاره دتګا ب به کو هستان ته سره ځو
پر لار دسروبی مې په نظر کې خپل (سو ر رود ) دی
ډګر زما دلوبو دې بوستان ته سره ځو
میلې به چې کېدلې په چېنو دسلطا نپور کې
زما دمحبت هغه جهان ته سره ځو
یادونه پخوانی مې یو یو سترګو ته ولاړدی
درې دلغمان ښکلی دی لغمان ته سره ځو
مننه له رویا کوم ( سر تیر ) چې را ویښېږم
ګوښې دخپل غربت بېرته المان ته سره ځو

عبدالوهاب سرتېر
Abdulwahab Sarter

-
بېرته شاته