(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکونړ دسيند اواز

[11.May.2015 - 17:25]

دسپوږمۍ سپينه شپه وه
يو خاموشي خوره وه
انسانان ټول ويده ؤ
کائنات ټول خاموش ؤ
خو يو اواز دليری
غوږ ته زما رسيده
دنيمی شپي دا آواز
يو سندريز شانته ساز
دکونړ سيند غږيدو
سيند ؤ يو شور جوړ کړی
په دي خاموشه شور کې
ؤ ‌ډير رازونه پراته
سيند دفرياد په ژبه
يو څو خبري وکړی
ما ورته غوږ ونيوه
سيند شو ګويانه داسي

زه دکونړ سيند يمه
زه په دي ګرده نړۍ
کې ‌ډير عزت لرمه
زما تاريخ وګورۍ
زه د کونړ شمله يم 
کونړ زما محبت
ما دکونړ ځمکی ته
وينه د زړه ورکړی
دا شنه زرغون باغونه 
زما په اوبو خړوب دي
داښکلي ښکلي فضا
زما دا مسته خندا
هر زړه کې ځای جوړوي
زما په نوم شاعران 
مشاعري جوړوی
دخپل هوس له پاره
مستي نغمی جوړوی
هو, زه دکونړ سيند يمه
لږ می دحال خبر شۍ
چې په ما څه تيريږي
دهر يو غره له څوکي
مرمۍ په ما وريږي
چا می پوښتنه وکړه
چا می کړي اوښکې وچې
زما پراخه سينه
دخزانو ‌ډکه ده
چا تری فايده واخسته
څوک به تري ګټه واخلي
زه خو خونخوار نه يمه
زه محبت خورٔۇم
زما نه ګټه واخلۍ
دشمن ته مه مي پريږدۍ
په ما پولونه جوړ کړۍ
ويالی نهرونه جوړ کړۍ
دبرق بندونه جوړ کړۍ
په هره شاړه ځمکه 
شينکي باغونه جوړ کړۍ
چې شي ابادی شاړي
زما په يخو اوبو
هلته به شور کومه
چې په غورځنګ راشمه
چې په خدمت دوطن
په کوم يو رنګ راشمه
دخپل هيواد به وياړشم
بيدار ژوندی به شمه
زما نه ګټه واخلۍ
زه دکونړ سيند يمه

بصير بيدار ستوری‌‌  -  Basir Baidar Stori

-
بېرته شاته