(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

يو فرياد

[16.May.2015 - 19:12]

څنګه ساده ګان يو په ټيزونو واشنګټن نيسو
خو ب کې فاتحان يو او په خوب کې هم لندن نيسو
خپلي سپږي نه وژنو جهاد کړو دکاپير پر ضد
لو څو کناټو ته دابۍ درنه بړستن نيسو
راغلو اسامه فتنه يي راوړه له عر بو نه
موږ دله ګان ګوره چې فساد ته يې لمن نيسو
جنګ دسرمايې دي په کې سټ شو دافغان کهول
دين ګټو او مير مو دکاروان هر کوستيزن نيسو
تيغ مو دلرګی دي او پرې زغره پولادي وهو
اور داتوم بم ته دوجود سپيره څرمن نيسو
هيچا دخپل وزن مقياس پوره نه کړ نيمګړي يو 
اوس به ګلبدين ته دسياف خوټه په من نيسو

عصمت قانع

-
بېرته شاته