(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کوم پیمان؟

[21.May.2015 - 19:29]

چې ښه یې پیژنو بیا ځان تیر باسو

دا موږ خپل ځان که دښمنان تیر باسو؟

خدای دې تباه کړي چې تباه یې  کړلو

مونږ دا دوه مخي  په پیمان تیر باسو؟

دا د  وختونو  ډیر محیل  دښمن  ته

موږ  فرصتونه  د زمان تیر  باسو

دوئ صرف په خوله باندې دوستي یادوي

وایي  :   افغان په بل   افغانان تیر باسو

څوک چې  دونیا ته شرارت خپروي

هغه به څنګه موږ  اسان تیر باسو؟

په هیڅ پیمان ، وعده  وفا نکوي

دوئ وایي :   چم  کې ټول جهان تیر باسو

د خداي لعنت دې وي په داسې خلکو

چې خپل ګاونډ بیا مسلمان  تیر باسو

دا قاتلان دي د پیمان  نه دي دوئ

 څو به ضمیر او خپل  وجدان تیر باسو

-----

سمیع الدین افغاني    ۲۱ - ۵ - ۲۰۱۵

-
بېرته شاته