(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتوورځې په ویاړ

[28.May.2015 - 18:42]

پـښـتو کـوم، پـښــتو پــالــم پـــښــتـون ځــلــمـی یـمـه زه

د پــښــتــو ســر خــپــل زاروم د قـــام بــچــی یــمــه زه

د آزادۍ او خــپــلــواکـۍ نـــــشــه پــه ســــر کـــې لـــرم

د غــرو لــمــنــو کــې اوســــېـــــږم  غــرنـی یــمــه زه

د اتـــفــاق او ورورولۍ تــــخــم مــــالـــت کــــې کـــرم

وږمــــه د ســـــولـی خــــپــرومــه پـــســرلـی  یـمـه زه

پـښـتـنـی مـور پــیــو کې ځـواک د قــربـانــۍ راکــــړی

د قـــام وطــــن او د پــښــتـو نـــه ســپــیـلـنــی  یــمـه زه

پــښـتـو ده مـیـنه، چـې د مـیـنـی ســتـوری تـل ځلانــد وي

خـدمـــت د مــیــنـی بـــه کــوم چـې څــو ژونـــدی یـمـه زه

(ډاکتر کبیر ستوری)

 

-
بېرته شاته