(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو ورځی په ویاړ

[31.May.2015 - 21:06]

آللوللو ،آللو

زمـــا کـلــــه هـیریــــــږي دادکـــې آللـــــــو

په خواږه خـــوب به ویده شــوم په زانګــو

آللوللو ،آللو

په ترنم کې به یې ویلې زما دسترګوتوره

ارام پریوزه ویده شه زه دې جارشم ترلیمو

آللوللو ،آللو

ټالـــۍ به یــې راکولــې بیـا به یـې ویـــلې

زما دزړګي ســـره، ښـه ارام شـه په شـیـبو

آللوللو ،آللو

چې راویښ به شوم ،قربان غږبه یې وکــــړ

غیږې ته مې راشه چې دې موړکړم په شیدو

آللوللو ،آللو

په مینه یې نازولم په سترګویې ښکلولـــــم

جار،جاربه یې راته ویلې په خوږه ژبه پښتو

آللوللو ،آللو

دمــــــــورغیـــږکـــــې مـــې ژبه ده زده کــــړي

زمـــــا ګلالـــی ژبه درنه ښـــــکلـــي پښـــتو

آللوللو ،آللو

انګیـــــزه دننګــــرهارملالــــۍ دکــــندهار

ښکاره مې اناګانې زرغـــــــونه اوهــم نازو

آللوللو ،آللو

دادې اودبابا ژبه به پالــــو خـــــدایـــــږو!

اکبري په تاســـوغـــږکــړي لروبروپښتنو

آللـــوللوآللـــوزه دې جـــــــار ادکوآللوللو

 

بسم الله اکبري
۲۹-۰۵-۲۰۱۵

-
بېرته شاته