(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[09.Jun.2015 - 21:52]

زور مې اوبه شو، زور مي والوت د هغه له زوره
نن مې پر خپل زړه باندې زړه سوځېد د زړه له زوره
له ډېره وخته يې څکلی نه دی خوند د ګناه
دا چې د اور غوندې بې رحمه دي اوبه له زوره
چې پرې د ذکر اجازت و، د سندرو نه و
ما ماته کړې هغه ورځ وه خپله خوله له زوره
زه يوه زور هم له خپل ځانه رابهر نه کړمه
زه يم خبر د ذات له زوره، هم د 'زه' له زوره
دا پښتانه، دا چې پرې يو عقل اثر نه کوي
دغه مخلوق يې تخليق کړی دی د څه له زوره؟
نور به يې څه زده وي، په پښو کې به د زور پرېوځي
چې ناخبره پاته شوي وي د 'نه' له زوره
يو وخت و ژڼی، ما ګلاب باله، پستې اوبه وې
اوس دی لوی شوی، د اغزي غوندې تېره له زوره
پر تاندو لښتو چې جنډې د طالبانو ويني
د وچ لرګي غوندې پر ملا مات شي مارغه له زوره
دا يې ذهنونه ددې وچې زمکې ګرځ نيولي
دا چې نيولي يې سرونه دي کاږه له زوره

-
بېرته شاته