(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اور ولګيد

[15.Jun.2015 - 18:52]

په شين چمن شينکي باغونو باندي اور ولګيد
په دنګو دنګو چينارونو باندي اور ولګيد
د سپينو واورو شني لوخړې دبارودو خيژي
غرونه مو څه چې په سيندونو باندي اور ولګيد
د هسکو غرونو ښکلا ګانو دښايست ګلبڼ کې
د شنو نښترو ځنګلونو باندي اور ولګيد
د چا قاتل نظر پرېوتې په دي پاکه خاوره
کلي مو سوځي په ښارونو باندي اور ولګيد
قتل ارزان ، مرګ دې ارزان ددي بازار سودا کې
سرونه غوڅ شو جسدونو باندي اور ولګيد
د دنيا خلک د تعليم په بام اسمان ته خيژي
زموږ د زده کړي مکتبونو باندي اور ولګيد
د بې علمۍ توري بلا ټوپک په لاس کې راکه
قلم ماتيږي کتابونو باندي اور لګيد
د اختلاس ، فساد، رشوت بازار ښه ګرم ښکاري
د خوار غريب خالي جيبونو باندي اور ولګيد
تير شوی عمر کې چې سوله آمن موږ ونه ليد
د باقي عمر ارمانونو باندي اور ولګيد
د بدنيتۍ فضاء خوره ده مېنه ورکه ښکاري
د هوس وږي شو نېتونو باندي اور ولګيد
نن په ‌ډالرو خرڅوی دخپل بابا ْْهدوکي
په هديره کې په قبرونو باندي اور ولګيد
د ظلم دا داستان ختمېږی نه، بيداره واوره
نور مو د خوب په تعبيرونو باندي اور ولګيد

بصير بيدار ستوری

 

-
بېرته شاته