(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لر و بر نعره

[30.Jun.2015 - 19:31]

که څوک لر دې او که بر دې زما ورور دې
يو مو وينه يو مو مينه يو مو شکور دې
پپښور که مې د ستړي زړۀ دمه ده
کندهار کويټۀ مې مټې کابل زور دې
چې په ننګ يې خوشحال خان تړله توره
هم هغه زما لښکر سنګر اوکور دې 
دوراني د لر و بر نعره مو څه کړه
کبير ستوري بيا راکړې نن پيغور دې

(شبیر خان دراني)

-
بېرته شاته