(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

دا دنیا راته میدان ښکاري چاپېره بل څوک نشته یو جانان ښکاري چاپېره ستا د غېږې نه چې ستا زلفو ته ګورم یو لښکر دی را روان ښکاري چاپېره شیش محل دی که په خوب کې داسې وینم چې دا ته یې که مې ځان ښکاري چاپېره دا دې زنه ، اننګي دي او که شونډې که د خولې نه دې ګلان ښکاري چاپېره دا زما د اولس مټې دي خو مړې دي دا چې ګل غوندې ځوانان ښکاري چاپېره چرته خدای به یې میرو پله راپېښ کړي په دې غرونو چې باران ښکاري چاپېره غرونه ډېر دي خو په ځای باندې ولاړ دي اباسین راته روان ښکاري چاپیره

Professor Abasin Yousafzai -
بېرته شاته