(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

يار خو ما له هسې گران شو

[11.Jul.2015 - 17:52]

 ملي ننګیالی اتل او دهوتکو دواکمنۍ  سپه سالار سیدال خان ناصر  په افغانستان کې دهو تکو ددورې یو پیاوړي اتل او غښتلي پوځي سپه سالار و چې دهوتکو دواکمنۍ په وخت کې یې په ډیرو جګړو کې ونډه اخیستلې وه او دویاړه ډکې کارنامې یې د افغانستان اوپه تیره بیا دپښتنو په تاریخ کې له ځانه پریښې دي . 
سیدال خان ناصر دابدال خان زوی او دپښتنو دنا صرو دقبیلې دباړي زيو په ښاخ پورې اړه لري . ناصر له آره غلجي پښتانه دي چې دزابل، ننګرهار ، لغمان او دکابل ولایت په کوهدامن ، شکردره او کاه دره کې اوسیږي اوپه سپینو ، تورو او سرو ناصرو ویشل شوي دي . دناصرو نور ښاخونه دادي : با ړیزي ، سپینکي . داود خیل ، اتمان ن خیل ، ملیزي ، نسو خیل ، عمرزي ، حبیب خیل ، کما ل خیل ، دوشي خیل ، نعمت خیل ، سید احمد خیل ، لونګ خیل ، خدرزي ، عزت خیل ، اسحق خیل ،فرمان خیل او بابت خیل . 
هغه وخت چې دافغانستان ملي قائد او مشر حضرت میرویس نیکه ( رحمة الله علیه ) دافغاني خاورې او پت او ناموس دښمن ایرانی ګورګین وواژه نو سیدال خان ناصر یې دخپلې پوهې او میړانې په وجه دخپلو لښکرو سپه سالار وټاکه او کله چې صفویانو غو ښتل پر کند هار برید وکړي او دغه ښار کلا بند کړي نو میرویس نیکه سیدال خان ناصر دصفویانو مقابلې ته ولیږه او په پرله بسې جګړو کې یې صفوي دښمنانو ته ماتې ورکړه . 
کله چې ملي مشر میرویس نیکه وفات شو نو دمیرویس نیکه اتلس کلن زوي شاه محمود هوتک دافغانستان واکمن شو . شاه محمود هوتک دسیدال خان ناصر په ملاتړ او مرسته دا صفهان ښار ونیوه او دایران سره په ټولو جګړو کې دشاه محمود هوتک ملګري پاتې شو .دشاه محمد هوتک تر مړینې وروسته دی دهوتکی شاه اشرف سره دایران ، روسیې او عثمانی ترکانو په جګړو او سوبو کې له ده سره ملګری و . همداراز سید ال خان ناصري دنادرشاه افشار پر خلاف دهرات ، مهماندوست او دمورچه خورت په مشهورو جګړو کې ګډون وکړ. 
کله چې په ۱۱۴۹ لیږدیز /هجری کال نادشه افشار کندهار کلابند ( محا صره ) کړ نودسیدال خان ناصري دتدبیر په وجه تریو کال اوڅو میاشتو پورې نادرشاه افشار په دې ونه توانید چې دکندهار ښار ته ورننوزي . وروسته چې نادرشاه افشار غوښتل چې دزابل دکلات کلا محاصره کړي نو سیدال خان ناصر دخپلو څلورزره میړنیو پښتنو جنګیالیو سره دنادر پر خلاف وجنګید خو په پای کې دنادر شاه افشار دلښکرو لاسته ورغی او کله چې دنادر پوځي چهاوڼۍ ته یې بوت نو نادرشاه افشار وویل چې دا خو زما پخوانی دښمن دی او دده دلاسه مې زړه شین او چاود دی نوامریې وکړ چې دی دې په سترګو ړوند کړل شي . نو هماغه و چې نادرشاه افشار دده دواړه سترګې وکښلې او د ی یې ړوند کړ. تر هغه وروسته دي دکندهار نه دخپلو نورو خپلوانو سره یو ځای دکابل دشکردرې سیمې ته ولیږدید او دعمر تر پایه هماغلته پاتې شو . دده مزار دشکردرې دسیا ه سنګ په ادیره کې دی. الله دې وبخښي . ( ډاکترلطیف یاد)
باید زیاته کړو چې سیدال خان ناصري دتورې تر څنګ دعلم او ادب سره مینه درلودله . دی دپښتو ژبې شاعر هم و او دادی دده دشعر یوه بیلګه 

يار خو ما له هسې گران شو 
را ته تېر تر ټول جهان شو 
نور زه نه وينم په سترگو 
جهان ټول راته جانان شو 
دواړه زلفې دې اوږدې كړې 
او پر مخ دې راخورې كړې 
سرې اشرپۍ دې 
په تندې باندې خورې كړې 
گرځې په باغ كې 
په گلونو كې نخرې كړې 
په اور دې وسوم ياره 
راته اور تازه بوستان شو 
مين چې اشنايي كا 
شپه او ورځ به گرياني كا 
شهۍ ده ستمگاره 
خوشحال زړونه به زخمي كا 
مین په لويو غرو ځي 
سرتور په نيمو شپو ځي 
ووځي له وطنه 
وطن پرېږدې پر چولو ځي 
فریادونه او نارې وكا 
په نارو په غلبلو ځي 
وصال يې نصيب نه شو 
گوره زړه ډك په ارمان شو 
نارې وهم عالمه ! 
د شپې تر صبحدمه 
ناتوانه د بېلتون يم 
يو گړۍ نه لرم دمه 
بې تا مې نفس خېژي 
راځه زما د زړه همدمه 
نظر پر ماغريب كړه 
چې خون مې ستا په ځان شو 
شبنم پر گلو ښكاري 
زما اوښكې دارې دارې 
خوناب ځي ستا له غمه 
زما مخكې لارې لارې 
تمامه شپه كم تېره 
په ژړا په نارې نارې 
ښكاره شوه چې مجنون يم 
لېونتوب مې اوس عيان شو 
بوستان ښكلى زېبا دى 
رنگين په اوښكو زما دى 
د زړه پرهار گلگون دى 
چې بلبل په تماشا دى 
په مينه مې زړه وچاودي 
ته وايي په خندا دى 
نتلى د بېلتون يم 
زه (( سيدال )) دا مې بيان شو

-
بېرته شاته