(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هر کله راشه

[14.Jul.2015 - 18:46]

تلے سپرلے په سرو ګلونو دَ پښتون راځي

هر کله راشه

 فخر افغانه! ستا راتلو سره ژوندون راځي

 هر کله راشه

د سر درياب زمونږ بې تاجه، بې قلنګه باچا

د هر پښتون د زړۀ په تخت، ناسته ملنګه باچا

د غېرتونو په دنيا کښې ډک له ننګه باچا

تاپسې قام لکه لېلا پسې مجنون راځي

هر کله راشه

تلے سپرلے په سرو ګلونو دَ پښتون راځي

هر کله راشه

د سرو غوټيو شوکېدلي زړونه بيا تازه شو

په اسوېلو کښې لوګېدلي زړونه بيا تازه شو

د خوارو زارو غم زپلي زړونه بيا تازه شو

دا ستا قدم دے کۀ سپرلے په دې مضمون راځي

هر کله راشه

تلے سپرلے په سرو ګلونو دَ پښتون راځي

هر کله راشه

د خېبر خولۀ کښې چې به تا دَ صبر جنګ جوړ کړو

په انګلستان کښې به قيامت دې په پېرنګ جوړ کړو

د ننګيالو په وينو تا دَ وطن رنګ جوړ کړو

نن چې راځي نوے سبا مو دَ پرون راځي

هر کله ر اشه

تلے سپرلے په سرو ګلونو دَ پښتون راځي

هر کله راشه

خبر ئې! قبر دَ قاضي کښې څۀ اواز ؤ سحر

په مقبره کښې دَ بابړې دا څۀ ساز ؤ سحر

د لتاړ شوي انغرو، لوګو کښې راز ؤ سحر

وې چې دَ ټولو ارمانونو مو پرېکون راځي

هر کله راشه

تلے سپرلے په سرو ګلونو دَ پښتون راځي

هر کله راشه

تا سره وينې علامې دَ ابادۍ پښتانۀ

په تا غونډېږي پس له ډېرې بربادۍ پښتانۀ

هيله به پوهـ شي په خوږو دَ ازادۍ پښتانۀ

د ظلم شپې پسي دَ عدل سباوون راځي

هر کله راشه

تلے سپرلے په سرو ګلونو دَ پښتون راځي

هر کله راشه

اجمل خټک
 

 

-
بېرته شاته