(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نه سوپړه نه د لرګوآس

[17.Jul.2015 - 13:51]

طنز

پخوانیو ځوانانو(شلنډه محبوبا  غوښتله)

 

 

پلاره ماته وغواړه ماینه شلنډه

تنډه  لکه  غمبسه  غونډه  منډه

پلار: اوس چې په مطلب پوه یې

د واده لپاره   دي تیاره ده  تنده

***

ان څاوري یې غوښتل ګرلنډ

چې ښه چاري پسه وي ګمنډ

 ښه لوی لم ولري او ډیره وازګه

 ښه سره راټول وي غونډ منډ

 

ننني ځوانان (نازکه محبوبا غواړي)

زه غواړم جنۍ لکه ترکه نرۍ

ملا نرۍ تورۍ مرۍ لکه  بته وچکۍ  

چې خواړه یې وي یوازې سلاته

یاوي بارۍ یا وي لکه وچه بینډۍ

بارۍ( د پياز پوستکی)

***

اوس ان څاروي غواړي خوار

چې نه وي ان اخورته د ولاړ

نه لم لري نه  په بر کومه وازګه

 هم خپله هم نور وي ترې بیزار

***

  نو ځکه اوس ټولې انجوني په پرهیز کې دي

 

نن ټولې انجونې دي په پرهیز کې

دهغو ټوله ژوند دی په کریز کې

نه غوښه خوري نه وریجي نه میوه

تر واده پورې وي په جست اوخیز کې

په میلمستیا کې مازي خوري سلاته

د  ښونوروخوړو وي تل په ګریز کې

***

دواده یې یوه میاشت تیره سوې نه وي

بیا جلته تیریدای نه سي په دهلیز کې

 نه دومره ډنګرۍ نه دومره چاغه شلنډه

ښه ده ټینګه سي وروسته په خپل دریز کې

داغلطه ده چې هر ځوان دلرګو آس غواړي

غواړي ډنګره په دوبي اوچاغه په پاییز کې

***

-
بېرته شاته