(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افضل خان لالا په نوم

[18.Jul.2015 - 14:36]

د نر پښتون افضل خان لالا په نوم

 

لکه غر، هسې ولاړ په استقلال ئې

د قومي غیرت جلال ئې،هم جمال ئې

د پښتو شمله دې پورته له خېبر ده

په تاریخ کې د مړانې یو مثال ئې

سر دې ټیټ د وخت یزید ته چرته نه کړو

تیر په ژوند لکه حسین د سرومال ئې

دوختونو حادثې که په تا راغلې

وره مخې ته ولاړ لکه دیوال ئې

په حالت د مظلوم قام ئې ژړیدلی

کلک په ننګ د باچاخان او د خوشال ئې

هیڅ پروا د یو توپان دې کړې نه ده

په تیارو کې د وختونو بل مشال ئې

پښتانه د لر او بر په تا ویاړیږي

د پښتو په ناوې خور لکه د شال ئې

افضل خان لالا! په ژوند دې برکت شه

په میدان د ننګ و پت کې توره ډال ئې

زه اتش ،چې په شعرونو کې دې ستاېم

دروند پښتون د اوچت فکر او د خیال ئې

(ماصل خان اتش)

 

 

-
بېرته شاته