(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

واياره خټکه!

[24.Jul.2015 - 19:27]

سانده

واياره خټکه رانه خوب وتښتيدلو...
ستا دبيلتون ږغ مې هزاره کښې واوريدلو

واياره خټکه! زه دې غوڅ د زړۀ په سرکړم
ستا داخري ديدن ارمان پرهر پرهر کړم

واياره خټکه! دومره ولې بيړندے وې
کوم کلي ته لاړې تۀ دکوم کلي سړے وې

واياره خټکه! څه دې وڅښلو مدهوشه
تۀ خو خبر لوڅ وې اوس څه نۀ وائې خاموشه

واياره خټکه! تۀ دچا په انتظار وې
زه چې درته راغلم خاورې تا باندې انبار وې

واياره خټکه! وکړم څه په ژوندو مړو
واياره خټکه! خټک کم نه دي دتړو

اسيرمنګل دپښتو دباغ مالياره
تۀ چې مرور شوې بل به څوک ګورو په لاره

واياره خټکه! دا دې څه وکړل چې لاړې
څوک به هغه کار کوي چې ده دستاد غاړې

واياره خټکه! يومنګل خو خفه نه دے
ستا په ناڅاپي کوچ هر شاعر نيولے زړۀ دے

(اسيرمنګل)
دارواښاد ډاکټر راج ولي شاه خټک په قبر

 

-
بېرته شاته