(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زمانظم

[31.Jul.2015 - 18:41]

لارې که مونږ ته د ازغو ډکې دي

 سينې زمونږ د حوصلو ډکې دي

 پل صراط به ورته سر کړو بشه

 دکابل خاورې د سپرلو ډکې دي

 که دوه څلور زره شهيدان شو خير دې

 درې زمونږ د شنو زمرو ډکې دي

 ميندې زمونږ شوې د ژاړه بلدې

 ځکه يې اوښکې د جزبو ډکې دي

 شړنګ د بنګړو شور د ګولو شو ورته

 شنې لوپټې په وينو سرو ډکې دي

 د افغان لونړه د خيبر خفا دي

 ځکه سلګۍ يې د ګيلو ډکې دي

 اور ورته بل د خپله کوره شولو

 پورته لمبې د اسويلو ډکې دي

 په عارضي فتخه جشن مه کړه بشه

 لا خو مو جالې د بچو ډکې دي

 تا د افغان تاريخ لوستلې نه دې

 ټولې صفحې د قربانو ډکې دي

 خدايګو قدم که په سينه دې پريګدي

 د کابل خاورې د پښتو ډکې دي

 د رونړ سبا په انتظار دوراني

 خير دې که شپې د شوګيرو ډکې دي

 شبيرخان دوراني

 
Shaber Khan Durani

 

-
بېرته شاته