(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوار افغانه

[01.Aug.2015 - 11:16]

کۀ چيري وار راغلئ بيا بۀ خبري کوو

 خلک بۀ ویرکا موږ بۀ سندري کوو

 دا ډېر غمؤنه چي پر زړو پراتۀ دي

 هيله اوميد لرؤ چي ليري يې کړو

 د هاتي غوږ کښي بيدۀ يې خوار افغانه

 خلک گرزي د آسمان پۀ کنارو کښي

 تۀ لا وايې الفبې د ترپگنيؤ

 د نفاق او جهالت پۀ سېپارؤ کښي

 دې دنيا کښي چي هيڅ څۀ زمونږه نۀ دي

 واک د بل ،ژبه د بل او کار د بل دئ

 مال زموږ دئ، ملک زموږ دئ خواري موږ کړؤ

 عيش د بل عيشرت د بل ايختيار د بل دئ

 کاشکي مړ واى چي مي هيڅ ليدلي نۀ واى

 دا دا ستا پۀ مرگ حساب ژوندون افغانه

 نۀ شرمېږې ټول قومؤنه سره يو سول

 تۀ شکېدلي تڼۍ پروت يې پرېشانه

 کۀ دا يؤ چي هم پدې ډول اوسېږؤ

 نؤ پۀ مړو او پۀ معدومؤ کښي شمېريږؤ

 راځۍ هلي چي لاسؤنه سره ور کړؤ

 گورئ دا سېلاب چي راغلئ لاهؤکيږؤ

 راټومبي چي مي اغزي د زړۀ پۀ سترگؤ

 دا بې رحمه کوم ظالم او کوم صياد دئ

 چي آسمان پر ظالمانۀ نۀ رالويږي

 معلوميږي بې تاثيره مي فرياد دئ

ښاد روان موسى شفيق د لوى افغانستان هيواد مين عالم،فاضل،سپېڅلى او له فساده پاک او نوميالى سياسي شخصيت ؤ.موسى شفيق او د ١٩٣٢ زييځ/عيسوي کال د کابل پۀ يوه پښتو پاله او فاضله کورنۍ کښي زېږېدلى دئ ،پلار يې لوى مولوي او ستر ديني عالم ؤ چي محمد ابراهيم خان نومېدئ. خدايبخښلي شهيد موسى شفيق لومړنۍ زده کړي پۀ کابل او کامه کښي کړيدي او منځنۍ زده کړي يې پۀ نجم المدارس کښي کړيدي او د کابل پۀ عربي دارلعلوم کښي يې لېسه سر تۀ رسولې ده او د لوړؤ زده کړؤ لپاره د الازهر پوهنتون تۀ ولېږل سؤ، خپل ليسانس يې پۀ عربي علؤمؤ کښي بشپړ کړ او ماسټري يې پۀ اسلامي علؤمؤ کښي واخيستله او تر دې وروسته د نيويارک کولمبيا يونيورسيټي تۀ ولاړ او هلته يې بله ماسټر ډيگري پۀ مقايسوي حقؤقؤ کښي واخيستله، خپله مورنۍ او پلارنۍ ژبه پښتو ډېره باندي گرانه وه او پر دې سربېره پۀ دري،عربي،انگرېزي او فرانسوي ژبؤ هم تر هر چا ښۀ پوهېدئ او علمي آثار يې پکښي کښلي دي.اروا ښاد موسى شفيق ډېر تکړه ليکوال ، اديب او ريشاى(شاعر) ؤ چي د ريشؤنؤ(شعرؤنؤ) تر څنگه يې لنډي کيسې هم ليکلې دي او پۀ ليکوالي کښي يې ځانته بېل سبک درلود، د ريشؤنؤ(شعرؤنؤ) پډى(کتاب) يې چاپ سوى دئ.

 د موسى شفيق لومړنى کار پۀ شاهي دارالتحرير کښي ؤ ، بيا د افغانستان صدراعظم(لومړى وزير) سوى دئ او پۀ ١٩٧١ کښي د افغانستان د بهرنيؤ چارو وزير سؤ .دا منلى او سپېڅلى هيواد مين سياستپوه د خپل ولس د ميني پۀ گوناه(گناه) پۀ ١٩٧١ عيسوي کال شهيد کړل سؤ.

 همدا ريشه(شعر) يې شل کاله مخکښي ما کمپوز کړې ده چي ١٨ کاله مخکښي پۀ کؤته کښي ثبت کړې ده او بيا مي پۀ ځيني افغاني لروينؤنؤ(ټلويزيؤنؤنؤ) کښي ويلې ده ـــــ لطیف جان بابی

-
بېرته شاته