(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چې په خندا ورته ....

چې په خندا ورته د خوږ زړه پرهرونه نشي چېرې دې هم ستا د ښايست غوټۍ ګلونه نشي راشه مظلوم زړه مې په يو نظر يوه لمبه کړه چې په ظالم زړګي دې پاتې ارمانونه نشي بيا د جنون مستي ځواني غواړي د مستې مينې بيا چېرته خيال د تورو زلفو ځنځيرونه نشي په دُعاګانو مې د خوږ زړګي دردونه نه ځي څو چې ښېرې د شونډو تړم ټکورونه نشي وړې مې د روح جنازه چېرته د خندا په اوږو په وينو سره دې ترې شينکي شينکي خالونه نشي د نظر غشي مې په زړه باندې په پام اوروه چېرته زخمي پکې دا ستا نازک يادونه نشي خاموشې شونډې مې لوستې بيدارېدې ويل يې اورونه مه چېړه لوګي دې پرې فکرونه نشي ويده دنيا ای د (سائل ) قلمه مه لړزوه د فريادي اوښکو مات ستوري تندرونه نشي

Rahmat Shah Sayel -
بېرته شاته