(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د یـو بل نه نفرت

[11.Aug.2015 - 17:26]

ولـــې مـــــو د یـــــو بــــل نه نفرت دی پښتنو

نو یو شئ یو کیدو ته ضرورت دی پښتنو

***

ولې مو د یو بل سره نه لګي په خپلو کـــــې

ټول ویشل شوي ئې په ځانله ځانله ډلوکې

خپلې ورورولۍ مو تس نس کړي دي په ډلوکې

لس لس او پوره اتفاق نه لرۍ په سلو کې

نو دغه درکې څه خراب عادت دی پښتنو

نو یو شئ یو کیدو ته ضرورت دی پښتنو

***

تاسو بس په یو بې اتفاقۍ اتفاق کړی دی

ځانله ځانله خوښ ئې دیوبل نه مو زړه ستړی دی

ځکه خو مدام ستاسو مرۍ او دبل پړی دی

پروت مو د اوږو د پاسه هسې پردی مړی دی

نو دا خو ناپوهي ده ،جهالت دی پښتنو

نو یو شئ یو کیدو ته ضرورت دی پښتنو

***

تاسو ئې چې هلته بلکې هرچا غولولي یئ

څومره ساده ګان ئې ټولو خلکو پیژندلي یئ

خپلو کې اغیارو په یو بل وراچولي یئ

یه بدبخته قامه دا د چا ازار وهلي یئ

نو دا چې کال په کال مو جمیعت دی پښتنو

نو یو شئ یو کیدو ته ضرورت دی پښتنو

اکمل لیونی

 

 

-
بېرته شاته