(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بې خبره

[21.Aug.2015 - 18:51]

نه  په خپل خیر  نه په ضرر خبر شول
نه د دښمن په چم ­ ، هنر خبر شول

ځوک یې تیر باسي کږه لار ور ښي ؟
کله د چم  مداح  له شر خبر شول ؟

چې سر یې خپل وی پل غلت پسې وړي
لدې جاهلو کور او کر خبر شول

چې یې په مکر او پلمو غولوي
کله په چم د پاړوګر  خبر شول

لویه فتنه په سرنوشت لوبې دي
موظلومان کله په اثر خبر شول

لا به تر څو د غفلت خوب ویني دوئ
کله جعلکار  له فتنه ګر  خبر شول

په خود غرض په ځان مغرورو باندي
د ناپوهي نن سمه او غر خبر شول

هلته به دوئ په سر کې عقل راشي
چې د مکار صیاد  له شر خبر شول

دوست په جامه کې یې بیا بیا تیر باسي
ساده ګان کله په اختر  خبر شول
----------------------------------
سمیع الدین افغاني
۱۸ - ۸ - ۲۰۱۵
م ۰ کال

-
بېرته شاته