(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[25.Aug.2015 - 11:10]

ساقی! تصویر په ګوتو دجانان راکړه پیاله کــې 
دنیا زما دمینې ، دا جـــــــهان راکړه پیاله کـــې 
چې لنډ کړي تناوو نه له آسمان سره دځمکې
یو راز شه درازونو ،کهکشان راکړه پیاله کـــــې
اخر سره پیدا خپرو بادو پـر سمــــــندر کــــــړل
یو والی دبادونو شه ، تو پـــان راکـړه پياله کې 
چې جار دې شم تر تورو تورو سترګو سحر ګرو 
غوټۍ دخندا وسپړه ګــــلان را کـــړه پیاله کــې
رُباب پر زنـــــګانه وېــــده راویښ دمغني کــــړه 
تارونو ته مې وبښه ، افغان را مبارک کـــــــــړه
وختو نو مې تر ننه په مـراد نــدی خــــــندلـی 
فرمان پر لاس دڅرخ او دزمان راکړه پـــیاله کې
خوږې يي پر لېدو چې شي زما سر تیر دا سترګې 
ډالۍ کړه راته غټه لږ،خپل ځــــــــان را مبارک کړه

-
بېرته شاته