(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ای دسوات پښتنو!

[05.Sep.2015 - 09:20]

چې خرڅه نکړئ خپله ژبه خپل نژاد پښتنو 
ای دسوات پښتنو !
خپلو لمسو ته جنجال مه پریږدئ همت وکړئ 
ننګ او غیرت وکړئ 
داستعمار له جاله خلاص کړئ خپل هیواد پښتنو 
ای دسوات پښتنو!
سواتیو! ستاسو شهیدان په هدیرو کې ژاړي 
خپلو قبرو کې ژاړي 
چې په پیسو باندې خرڅ نکړئ خپل حیات پښتنو 
ای دسوات پښتنو!
یو سفزو پاڅئ پښتونوالې او پښتو په خاطر 
خپلو نیکو په خاطر 
له خپله لاسه په ځان مه کوئ فساد پښتنو 
ای دسوات پښتنو!
عزیز خونوم دی دالله خپل عزیزان وګټئ 
خپل شهیدان وګټئ 
دقام په لاره کې سرونه کړئ خیرات پښتنو 
ای دسوات پښتنو!

دملي شاعر ملنګ جان  شعري ټولګه ( خوږې نغمې ) څخه 

-
بېرته شاته