(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نظم

[05.Sep.2015 - 09:38]

 سید شاه سعود
په فارمولو باندې ژوند نه تېرېږي
هره شېبه ځانګړی قدر لري
د هر نظر خپله جدا کيسه وي
او هر قدم ځانله يو لوری لري
مونږه هر څه په یو حساب ګڼو خو
ځينې خبرې ډېرې بل رنګه وي
لکه بېګاه چې راله خوب نه راتلو
مور مې ويل جوړې ناروغه ومه
مېرمن وې جوړې له ما خفه دی
خور مې ويل چې نه له ما خفه دی
خو منځ کې زه لېونی شوی ومه
بره سپوږمۍ د څوارلسمې وه او
ماته د خپلې ځوانۍ وخت یادېدو
هغه جینۍ چې ما به زړه کې ویل
بغېر له دې به څنګه ژوند تېروم
اوس د هغې پخپله دوه بچي دي
زه هم الهام لرم خیام لرمه
زما بچي زما د زړه ټوکړې دي
او د الهام په یو وېښته باندې هم
دغسې دوولس ښځې نه اخلمه
خو له الهامه هم خبر نه یمه
چې دی زلمی شي او مين شي په چا
نو کوم نظر باندې به ګوري راته
ولې چې هر قدم یو لوری لري
د هر نظر ځانله جدا کیسه وي
هره شېبه ځانګړی قدر لري
مونږه هرڅه په یو حساب ګڼو خو
ځينې خبرې ډېرې بل رنګه وي.

-
بېرته شاته