(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[12.Sep.2015 - 21:55]

د لرو برو پښتنو په کور ماتم راغلی
بيا د وحشت دهشت, افت زموږ په چم راغلی

خاونده خلاص مو کړي ددي لعنت د شره ځني
زموږ دعمر سره جنګ موږ سره سم راغلی

هلته هم مري دلته هم مري په هره خوا پښتون مري
دننګياليو په وطن داسي ستم راغلی

د انسانيت د ترقۍ دشمنان بيا غونډ شوي
د ژوند سکون تالا کوی ورسره غم راغلی

د ځان پرستو جنګ پرستو عقل کار نه کوی
ليوني شوي دي په تول يئ عقل کم راغلی

د وطن کاڼي بو ټي وسولو د جنګ په لمبو
وسلي ګوزار کړۍ وخت دپوهي او قلم راغلی

بصير بيدار ستوری

-
بېرته شاته