(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پنجوایي د شهیدانو په ویر کې

[17.Sep.2015 - 17:19]

جمال ناصر اصولي

څوک مې په تور د پښتانه سوځوي
ځینې مې کور کې لوی واړه سوځوي
چا راته هر ایت کې اور راکړی
حدیث،حدیث کې را لیمه سوځوي
دا د بربنډو حراموني چې دي
په کور راننوځي مړه سوځوي
زما د پور واخیست ګډیږه راته
وخت به راځي چې ټول به سره سوځوي
افسوس،افسوس په اتفاق نه یو موږ
په کور مې ورور بهر مې تره سوځوي
مشران چپنو کې نتلي راته
یواځې ارګ کې راته زړه سوځوي
عجیبه کار دی چې زمریان یو موږه
خو نن په غولي مو کارغه سوځوي
پیغلې دسر ټیکري پر موږ اچوي
چې اصولي سړې اوبه سوځوي

 

-
بېرته شاته