(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تازه شعرونه

[01.Oct.2015 - 17:54]

ښه پوهيږم چې ورکيږم ,بدناميږم

خو که ځان ته پښتون وايم کافر کيږم

 

دنيکونو تاريخونه مي تالا شو

د نازونو وربلونه مي تالا شو

د وحدت واړه خوبونه مي تالا شو

د حالاتو په اورونو کې سوزيږم

خو که ځان ته پښتون وايم کافر کيږم

 

کړي بادار مي دسرونو سوداګاني

دنسلونو د نسلونو سوداګاني

د غيرت دغيره تونو سوداګاني

پاګل نه يمه په هر څه ښه پوهيږم

خو که ځان ته پښتون وايم کافر کيږم

 

هر طرف ته قاتلان رانه چاپير دي

د شين سترګو دلالان رانه چا پیر دي

د وختونو قصابان رانه چاپير دي

د دامونو په دامونو کې اوسيږم

خو که ځان ته پښتون وايم کافر کيږم

 

چې تر څو پوری لايقه تار په تار يم

تر هغی پوري به داسي خوار وزار يم

لکه درد به د نصيب په اوږو بار يم

لکه اوښکه دارمان په مخ خوريږم

خو که ځان ته پښتون وايم کافر کيږم

 

نه جومات نه ميکده نه په تسبو کې

ما موندلی دې د زړه په درزيدو کې

 

هله پوهه زه د ځان په حقيقت شوم

چې جلوه شوم د نازونو په جلوو کې

 

د کثرت په هر يو راز باندي خبر شوم

چې نظر شومه د حسن په ککو کې

 

د دنيا د تماشو نه خبر نه شوم

تماشه شوم دخپل ځان په تماشو کې

 

چې نامه مي دارمان په شونډو راغله

خاموشي راته سلګۍ شوه په سلګو کې

 

بنده ګي په عاجزۍ کې ده لا يقه

نه قيام نه په اوږدو اوږدو سجدو کې

 

که په کار دي وي نازونه دخوبانو

په مسلک شه دساقي يا د رندانو

د وفا د ليونتوب معراج به ويني

که شوی پوهه په جنون دپتنګانو

دجمال په راز هغه خلک پوهييږي

چې پوهيږي په جلال د درويشانو

د بي وسو خدمت اصل عبادت دې

بنده ګي ده محبت دبنده ګانو

د ريا سجدی هيڅکله نه قبليږي

نه قبليږی دغه "هو" د زاهدانو

عاجزي دي بادشاهی ګڼه لايقه

نه دولت نه محلونه د شاهانو

 

چې دحسن د نازونو قدردان يم

بي پروا دبنده ګۍ له سود او زيان يم

 

د ثواب او دعذاب پروا مي نه شته

ښپي تڼاکی دمنصور په لار روان يم

 

لا مي نور له بي خودۍ سره اشنا که

ستا مين يمه په تا باندي تاوان يم

 

ځکه پوهه په هر راز د ليونتوب يم

مقتدی زه دسلوک او دعرفان يم

 

د خپل ځان په آينه کې ځان ته ګورم

فکر وړی حيرانۍ وته حيران يم

 

عاجزی دژوند معراج ګڼم لا يقه

په مسلک زه دبابا عبدالرحمن يم

 

زه چې ستا شوم دخپل ځان سره اشنا شوم

په راز پوهه دمحشر او دعقبا شوم

 

دزړه سترګي مي په هغه ورځ بينا شوي

چې په کومه ورځ وحشته نابينا شوم

 

ستا دمهر او وفا په سرو لمبو کې

چې فنا شومه نو هله راپيدا شوم

 

بي خودۍ چې دژوندون ټپه شروع کړه

لکه شمع په سلګو کې په خندا شوم

 

په دي خپله عاجزۍ مي ځکه ناز دې

چې ګدا شوم له خپل ځانه بي پروا شوم

 

حيراني دعقل زياته شوه لايقه

چې دعشق دهر ستم سره پخلا شوم

 

کړو د اغيارو سازشونو تار په تار پښتون

نه شو هو ښيار پښتون

څومره رسوا شو په نړۍ کې خواروزار پښتون

نه شو هوښيار پښتون

 

وژنې خپل ورور په بي دردۍ د‌ډيرانونو په سر

کوی قتلونه د يو بل د پیغورونو په سر

نه مني حق د خور او لور د رواجونو په سر

د غرض دام کې له مودو نه ګرفتار پښتون

نه شو هوښيار پښتون

 

تر ننه ناست دې ًپيتاویً ته مړزان جنګوی

سپي جنګوی په کور او کلي کې چرګان جنګوی

غرض يئ خپل وي دانسان سره انسان جنګوی

خپل جهالت کړلو له بامه راګوزار پښتون

نه شو هوښيار پښتون

 

دي د ټوپک وختونه تير نن د قلم دور دې

دسوچ او فکر, حوصيلې د صبر زغم دور دې

لا يقه نن د حرکت, هم دعمل وړاندی قدم دور دې

د وخت خدايانو په وحشيانو کې کړو شمار پښتون

نه شو هوښيار پښتون

 

ياران

چې تڼۍ مي شوکيدلي دګريوان دي

ډېر دردونه مي زغملي د دوران دي

سرمايه زما دټول لېوني عمر

بس يو څو تنه خواږه خواږه ياران دي

 

انداز

چا په فريب وخوړه، چاپه دوکو وخوړه

چې حيا نه پيژني ، دنيا هغو وخوړه

 

چا د ورورۍ په نامه ، پردي کورونه لوټ کړه

چا ديارۍ په نامه ، پردي مالونه لوټ کړه

چا په چل ول وخوړه ، چا په نخرو وخوړه

چې حيا نه پيژني ، دنيا هغو وخوړه

 

چا دپیسو د پاره ، خپل غيرتونه خرڅ کړه

دي ځينو ځينو په کې ، خپل ايمانونه خرڅ کړه

چا په شملو وخوړه ، چا په پټکو وخوړه

چې حيا نه پيژني ، دنيا هغو وخوړه

 

څوک فريبونه کوي ، دفقيرۍ په جامه

پردي جيبونه وهی ، دملنګۍ په جامه

چا په ٫پيرۍ ، وخوړه ، چا په ،تسبو ، وخوړه

چې حيا نه پيژني ، دنيا هغو وخوړه

 

چا خپل اولس بيعه کړو ، چا ،ممبري ، خرڅه کړه

چا ټول دفتر تالا کړو ، چا ،افسري ،خرڅه کړه

چا په قلم وخوړه ، چا په ، کرسو ،وخوړه

چې حيا نه پيژني ، دنيا هغو وخوړه

 

چې شي قربان په مينه ، هغه ياران چرته دي

وخت دې بدل ، لا يقه ، اوس صادقان چرته دي

چا د پښتو په نامه ، چا په پښتو وخوړه

چې حيا نه پيژني ، دنيا هغو وخوړه
 

انتخاب

د"لا خو دي تصوير نيمګړې پاتي دې"دشعری ټولګی څخه چې دفياض خويشکي په ښکلي اواز  هم ریکار‌ډ شوې دې

احساس

چې لوټلې زه د ,هر دور قارون يم

زما لويه ګناه داده چې پښتون يم

بدنام کړې چې دهر جبر قانون يم

زما لويه ګناه داده چې پښتون يم

 

يم خرڅ کړې خودغرضه رهبرانو

دوختونو په بي رحمه دلالانو

په مخ مخ يمه وهلې غاصبانو

چې حالاتو په دار کړې نن پرون يم

زما لويه ګناه داده جې پښتون يم

 

په خپل کور کې يم بې کوره پاتي شوې

زور لرم خو يم بي زوره پاتې شوې

په شته مور کې يم بي موره پاتې شوې

قتل کړې چې ارمان دصباوون يم

زما لويه ګناه داده چې پښتون يم

 

دا چې پاتي ديو بل نه زه پردی يم

دمنزل په تکل ګرځم ليونې يم

پناه کيږم دلمبې د سر لوګې يم

لا تر اوسه چې دخپل ځان په لټون يم

زما لويه ګناه داده چې پښتون يم

 

يم بي وسه خو پاللې مي غيرت دې

خپله خاوره مې حيا ده هم عضمت دې

زما ژوندد دامن مينې علامت دې

که هر څو دخپل ليلیٔ وطن مجنون يم

زما لويه ګناه داده چې پښتون يم

 

يم انسان دهر انسان نه قربانيږم

با شعور يم سړ يتوب باندې پوهيږم

خو نړۍ کې دوحشي په نوم ياديږم

داچې داسي بي سکون ووم بي سکون يم

زما لويه ګناه داده چې پښتون يم

 

جهالت کړمه رسوا خپلو پردو کې

تيرووم ځکه وختونه په سختو کې

بي حسي مې کړي اورونه په جزبو کې

چې ستومانه له ازله په ژوندون يم

زما لويه ګناه داده چې پښتون يم

 

دا په برخه چې مي څومره محرومۍ دي

په سبب دنا پوهۍ او کم علمۍ دي

وړځي شپي مو ځکه اور د زنده ګۍ دي

دا چې پاتي بي عنوانه شان مضمون يم

زما لويه ګناه داده چې پښتون يم

 

چې راټول شم دسلګو بدل به اخلم

ددي واړه محرومو بدل به اخلم

دهر جبر او سختو بدل به اخلم

لا مړ نه يم خو په طمع دبدلون يم

زما لويه ګناه داده چې پښتون يم

 

دا ګناه به په ثواب کې بدلومه

دماضي تاريخ به بيا تازه کومه

غږ دآمن به نړۍ ته رسومه

دا چې نن "لا يقه"داسي ځيګرخون يم

زما لويه ګناه داده چې پښتون يم

لا يق زاده لا يق  (لائق زاده لائق)

Layaq Zada Layaq (Layaqzada Layaq) Born in Madyan, Swat on January 15, 1959, Layaq studied Urdu and Pukhtu literature at the University of Peshawar.

His first book was published in 1975 and his second book, Gilay (Complaint) in 1979. He has authored some 32 books on prose, poetry, research, fiction, and travelogues. Three of his newer publications will be in the market soon.

Layaq told The Express Tribune he recently published a collection of fiction writing called Bailaly Dao (The lost bet) which comprises 120 stories. “This is the first work of Pashto literature which combines such a large collection of fiction,” said Layaq.  Mata aina (Broken mirror), his other collection of fiction, has also been translated into English.

However, he considers his greatest achievement his research on the Pashto singers of the early 20th century. The research was published under the title Fankar na mri (The artist never dies) and it has been translated into Urdu with the title Fan se Fankar tak.

In addition to the Presidential Pride of Performance, the writer has won 35 awards for literature from different Pakistani organisations.

Broken mirrors, idyllic reflections

In poetry and other work, the writer presents an idealized version of society, free from repression. His works give solace to people suffering from war, economic woes and uncertain situations. However, the book market is extremely sluggish in K-P and people seldom purchase printed works. That is when singers lend voice to his work and take it to the ears of the public.

“I have lived through the horror of the most difficult times in our history,’ said Layeq. “To strive towards reviving our rich culture and traditions should become our responsibility,” said Layaq. He added artists are living in trying circumstances and should be supported and lifted out to reach new heights.

Layaq is among the poets who raised his voice against the divide between the upper and lower classes. Through his poems and ghazals, he has urged increased uniformity and balance in society.

With his message of equality, the writings and ghazals of Layaq Zada Layaq are never far from the lips of the common man. The renowned Pashto poet and writer received the recognition he richly deserved when he was awarded the Presidential Pride of Performance this Pakistan Day for his contribution to Pukhtun literature.

Layaq has written dozens of books on poetry, fiction and prose, which have been performed by renowned singers of the province.

Published in The Express Tribune, March 26th, 2015 http://tribune.com.pk/story/858849/working-class-hero-layaq-zada-layaq-given-presidential-pride-of-performance/a

 

-
بېرته شاته