(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رومانټیک غزل

[21.Oct.2015 - 17:32]

دخوشال بابا یو رومانټیک غزل

نیمه شپه مې په پالنګ راغله دلبره
پری رویه ،عنبر بو یه، سیمین بره
رنګینه جامې اغوستي زرنګاري 
سره درسته تجلي وه پا تر سره
په سپین والي دسپین مخ لکه مو منه
په توروالي دطرې لکه کافره
سريې تور،ښیښه په لاس، باده یې څښلې
له مستۍ نه په خپل ځان نه وه خبره
دپایلو دڅړۍ یې شرنګهار شو
زه له خوبه راپرتاب شوم ډیر په ویره
ماوې ګوره ښاپیریه ده که حوره
چې داهسې شان په ما شوه برابره
تورې وروځې یې لیندۍ باڼه یې غشي
غاښ یې در قیمت بها په لب شکره
په خندا خندا يې دا ووې وماته
چې وماته نظر وکړه بې بصره
ته ما نه پیژنې زه هغه خوبان یم
بله نشته په خوبۍ تر ما بهتره
عاشقان زما دخولې په کلي ډیر دی
بختور یې چې مې ونیوې په غوره
څو بوسې یې دلبانو ماته راکړې
حقیقي پیاله یې راکړه له احمره
درسته شپه موسره راز په پالنګ وکړ
دوصال خوښي بې لا نه وه تر سره
چې آواز د موذن دآذان وشو
په سحرله مانه ولاړه ناز پروره
چې په ډیر ارمان محبوبه ځینې درومي
کاشکې شپه دخوارعاشق وي بې سحره
چې له هسې محبوبا خوشال جداشو
دآتش لمبې یې درومي له بستره

-
بېرته شاته