(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزلې

[22.Oct.2015 - 18:10]

ځم ميکدې ته ،د مانځه مې کړے نيت دے .دوسته
ته مې حالت پوښتې ؟ زما دغه حالت دے، دوسته

نه د زړۀ حال وايې ډاريږې ، نه د زړه حال وايم
يو بل به پريږدوو کنه، دا څه مصيبت دے،دوسته

...

شريکوم دې . په دې خپلو حيرانيو کښي نن
که آيينه درته ډالۍ کړم .اجازت دے ؟ دوسته

تا په دې حقله څه او نه وييل .تر اوسه پورې
کليوال در په در او کلے سلامت دے .دوسته

ممتاز که تا ته ولې وايي . نو څه ګړم خو نه دے
شنۀ کاڼې اوري او د ستا سر سلامت دے،دوسته

 

-----------------------------------------

تا وييل ځم ، ما وييل ښه . خو ما سره پاتې شوې
لکه څراغ ، لکه کتاب ، تمامه شپه پاتې شوې

تۀ خپل ښايست وييلے داسې يو غزل يې ښکليه
چي د تمام محفل په شونډو زمزمه پاتې شوې

...

زۀ هم پري نښوم ظالمانو تر جيحاتو بيخې
تۀ هم له مانه لکه کړي اراده پاتې شوې

چې يې سايه درباندي او نه شوه. بلا سړے بې
ګنې ښه ډير د ښامارانو همسايه پاتې شوې

ممتازه تا کړي غږونه تا ته نه رسيږي
د ذات په کومه منجمده جزيره پاتې شوې

 

-----------------------------------------

د ارض او د سما مالک کولے شي دا هم
شيطانه خداے دې اوکړي چې خداے اوبخښې تا هم

د نيمې شپې مې تويې کړې د ژوند د پاره اوښکې
ارمان ، چې نور دا سور دوزخ حرام شي په ما هم

...

تقديره دويي روا نه بولي ستا په حقله بحث
او ماسره شکونه او سوالونه دي بيا هم

ښه ، ښه . بس هم دا لار د بغاوت ده . کنه يار
لښکر يارانو پريښوم بدرګه نه کړم چا هم

ممتازه ته په داسې ځاے ولاړ يې نن سبا
چې بل ځاے به د ناستې پاتې نه شي د ستا هم

 

-----------------------------------------

رب خو ساته.ساته. خو زړۀ کښې دې شيطان هم ساته
اطمينان ښه دے ، تسلسل د امتحان هم ساته

راځه. ژونديو سره ژوند اوکړه . په دغه ښار کښې
او بيا تکړه شه ځان سره سره ايمان هم ساته

...

ته خو خاموش وې کنه ،رنګ دې غږيدو لاليه
دا درته چا وييل چې داسې ترجمان هم ساته

لا راته مه وايه چې داسي بې طرفه اوسه
لا راته مه وايه چي ګير چاپير ياران هم ساته

تعمير پرست ممتازه مه باييله افسون د کنډر
په مخ مسکا خوره ساته .خو زړګے وران هم ساته

 

-----------------------------------------

لا ګويا په چپې خولې نه يم غزله
لا ملنګ ستا د کوڅې نه يم غزله

لږ .لږ .هم په حافظو کښې پاتې نه شوم
ستا په شان مصرې. مصرعې ،نه يم غزله

...

په دي يو خويي کښي بي شکه درشريک يم
چي د هر مزاج د ښې نه يم غزله

هر وخت راشه . خو له کربه سره راشه
زه په ورځې او په شپې نه يم غزله


په رنګينې کتابچې کښې مې ميلمه کړې
ممتاز داسې بې حجرې نه يم غزله

 

-----------------------------------------

پوره کړه راته دا خبره نيمه.لا يزاله
زما سجده دي ولې کړه عظيمه . لايزاله

دا ژوند چرته نعمت ولې؟ او چرته عذاب ولې؟
زه نه يم مطمين له دې تقسيمه .لا يزاله

...

که هيڅ درته ګران نه دي، نو بيا دا هم دا ممکنه
په دي دنيا جنت کړه زما سيمه ، لا يزاله

په ما روان ستم به کله مومي . انتها؟
د ستا کرم به کله وي ؟ کريمه لا يزاله

هغه ا زار وهلے هيڅ خبر نه وو رحيمه
ممتاز يې ډارولو له جحيمه لا يزاله

 

-----------------------------------------

زما ياران دې بې نقابه شي.او زه دې هم شم
نوره دې دا قصه خرابه شي ،او زه دې هم شم

زه او هغه دي په ښايست ا و مينه اوغږيږوو
نن دې هغه هم لاجوابه شي .او زه دي هم شم

...

د بغاوت ګناه کښې ټول ملګري ياد ساتمه
لږ ډير دي دويي هم بي ثوابه شي. او زه دي هم شم

لا خو دې هر څه د حساب له دايرې نه اوځي
لا خو دي هر څه بې حسابه شي ، او زه دې هم شم

ممتازه کاش چې د بي آبه اميد دور تير شي
خلق دي تير له دي سرابه شي، او زه دي هم شم

 

-----------------------------------------

نيولي په سرونو د ښيښو چترۍ روان دي
خالقه! .خلق څه ميين د کاڼو په باران دي

اوس دا اندازه هم لګول غواړي .سخته ده خو
ملګري، د ارمان دي؟ که ملګري ، په ارمان دي

...

د زمکې په هغه حصه اباد يوو چې تر اوسه
مونږ هر څه ته کتلي په چشمو کښي د اسمان دي

هر چا د خپل مکان دروازه بنده کړه له ډاره
په دي ماحول کښې څو دروازې خلاصې د امکان دي؟

ممتازه د ټپې غوندې ټپي .ټپي . اوسيږه
قربان دې شمه . دلته کښي اوس څوک د ياقربان دي؟

 

-----------------------------------------

معلومه . نا معلومه . نا معلومه ده معلومه
ښه پريږده دا خبرې. ښه ته څنګه يې معصومه؟؟

هر فهم خا مخا وي .اشنا شوے له مفهومه
عدم . نه تر آدمه . له ادمه تر معدومه

...

هر غم خوندونه اخلي . هر ساعت له يو مغمومه
هر وهم خامخا ساتي ، يوه فضا موهومه

اشنا مې يې له نومه، او اشنا دې يم له نومه
زما او ستا تر مينځ اخر رشته ده بله کومه؟

ممتازه، زه جدا شومه اخر هم له هجومه
ممتازه . لاس په سر شوم له لازم او له ملزومه

 

-----------------------------------------

ماښام به شي او ټکي به شي ستوري ،ستوري ،ستوري
مصرعې به د غزل راوړي ستا سيوري، سيوري،سيوري

له هر يو لوري راغلم بې له کومې فيصلې زه
هر لوري په خپل ذات کښي لرل .لوري ، لوري ،لوري

...

زما تنده د اوسپنې کوټه . بې دريڅې ده
نور اور اخلم چې څومره باران، اوري، اوري ، اوري

دا ژوند دې يوه سترګه شي چې څو پورې غړيږي
بس حسن ته دې ،ګوري ،ګوري ، ګوري ، ګوري ،ګوري

ممتازه! د معنې يو خپل جهان هم لرل غواړي
ګني نو کتابونه څه دي؟ توري ، توري ، توري

 

-----------------------------------------

پيمانه ماته شوه. پيمان خو سلامت پاتے دے
ساقي! د بيا راتلو امکان خو سلامت پاتے دے

د ايماندارو بد حالۍ ته څنګه اوګورمه؟
ګني ته ښه وايې ايمان خو سلامت پاتے دے

...

زه ښکته ګورمه چې زمکه مې د پښو نه تښتي
تۀ پورته ګورې چې اسمان خو سلامت پاتے دے

نه ما ته مه کوه قصه . چې وحشت څۀ ،څه اوکړل
نه آورم نه،چې ستا ګريوان خو سلامت پاتے دے
ممتازه دويي چې د سندرې په مرګ وير کوي .نو
بلا وهليو خوږ اذان خو سلامت پاتے دے

 

-----------------------------------------

هوا سره ياري او دښمني ده را په برخه
څراغه! توره شپه ده زندګي ده را په برخه

ما هر سړے ګلاب ګلاب بالۀ .نتيجه دا شوه
خوشبو شوم او خا موشه رسوايي ده را په برخه

...

پوره خبره دې نه سيوا څه اوکړم لالا؟
چې خپله برخه هم تر نيمايي ده را په برخه

هو ، هو ، زما به زړۀ تياره کښې ډوب شو ،خو اوس نه
د تورو تورو ټکو رڼايې ده را په برخه

د هر سړي د زرۀ ساتل ممتازه اسان نه دي
درواخله خدايه .دا کومه خدايي ده را په برخه

 

-----------------------------------------

د حيدر اباد مسافر ته دې ډالۍ وي
====================

ته خو زندګي يې د لمحو غوندې درجار شم
ته د مستۍ موج يې د پيالو غوندې درجار شم

...

ستا رنګ؟؟ لکه ګډ شي مازيګر سره ماښام
اوس د تلونکي لمر که د ډيوو غوندې درجار شم

راشه چې دې خال د نظر ماتي په رخسار شم
راشه ، راشه ، راشه، د رنجو غوندې درجار شم

څوک چې له چا لو لپه جار شوي په دنيا وي
جار شم ،جارشم، جارشم، د هغو غوندې درجار شم

اوس خو د ممتاز په مخ دوه سترګې يې لاليه
اوس نه يمه ګرم که د بڼو غوندې درجار شم

 

-----------------------------------------

باران دے ،او سړک دے د ښيښې .راځه که ځې
څه وخت پس به شي کاڼي زمونږ پښې .راځه که ځي

اے سره ! ستا خواهش هم دے تقليد د هغه سر
هغه پورته کوي نن په نيزې ، راځه که ځې

...

زه ځمه . خو زما لورے معلوم نه دے .اشنا
يم ورک د ورکو لارو په نشې، راځه که ځې

چې څومره بليدے شوم ، دومره وې راسره ته
اوس دود شومه د خپل ځان د ډيوې ،راځه که ځې

په غاړه د ممتاز د بې نيازۍ ګوره کچکول
پريږده، دا ډاډګيرنې ، حوصلي. راځه که ځې

 

-----------------------------------------

چې څومره خبريدمه په هنر خوند يې کاوۀ
شراب وو ، آ ړول مې په پر هر خوند يې کاوۀ

صاحبه ! په شنه فصل وريدله ږلۍ سپينه
آسمان او ما ليدو دغه منظر خوند يې کاوۀ

...

چې راغلې نڅيدم لکه لوګے د سپيلنو
په تلو دې چې ما او واهۀ ټټر خوند يې کاوۀ

زما قصه به بيا شې . اول تۀ خبره اوکړه
چې تا قينچې کول زما وزر خوند يې کاوۀ؟؟؟

ممتازه که دا وايم . کافر کيږم خو به نه؟؟
خليله! سپکاوۀ چې دې آذر خوند يې کاوۀ؟؟؟؟؟؟؟

 

-----------------------------------------

هره ورانه چې را سمه شي نو ته شې
زندګي چې مجسمه شي نو ته شي

د ژوندون هره لمحه ده محترمه
خو چې ډيره محترمه شي نو ته شې

...

د هر ګوټ قدم چې اخلم نو خمار شي
رانه زيات چې څو قدمه شي نو ته شې

چې چاپير ترې دا عالم شي. هغه زه شم
چې چاپير څوک له عالمه شي ،نو ته شې

زه ممتاز که د هر چا تصوير ته ګورم
خو چې سترګې مې پرنمه شي نو ته شې

 

-----------------------------------------

نه درنه جار شومه .او نه درنه قربان لاليه
ځان مي سرسام کړو د لفطونو په ګردان لاليه

زه هره ورځ د برباد ژوند د کربلا په ياد کښي
زه هره ورځ په زنځيرونو وهم ځان لاليه

...

مونږ عجيبه خلق يوو. هر څوک په سر او خيژوو
مونږ په لوګي هم نامه کيږدو د اسمان لاليه

ما دي يو سل ځله کافر کړي. خو په خداے مي قسم
که سرګردان هجوم ته او وايم .کاروان لاليه

ممتازه. ولې نه شوم ګونګ. چې مې وييل ورته .دا
ښايست دي چرته په شنه منډه دے روان لاليه

 

-----------------------------------------

زه ژوند ولې دوزخ کړم په خواهش کښي د جنت؟
زه نه وينمه خوب په آلايش کښي د جنت

هم زه به پکښې وم.که پکښې نه وم.نو جناب
کمي به محسوسيږي ارايش کښې د جنت

...

انکاره ! دي تر داره رسيدۀ مخالفت
ګويا دي کتابونه ستايش کښې د جنت

تمام رياضتونه دايره کښي د ګمان
تمام عبادتونه ازمايش کښي د جنت

ممتازه جنسي لوږه مقدسه شوه .که نه؟
د حورو دومره ذکر نمايش کښې د جنت؟؟

 

-----------------------------------------

خوب کښې خوشاله. او په خيال کښې ژوندي
مونږ عجب خلق . عجب حال کښي ژوندي

په داستانونو کښې يې خال کړو شهيد
او داستانونه يې کړل خال کښې ژوندي

...

هر يو مثال له حقيقته خالي
حقيقتونه په مثال کښې ژوندي

صاحبه! مونږه د تير کال مړي يوو
ګرځوو لا اوس هم په دې کال کښې ژوندي

ممتازه څه د تجربو دوران کښي
ساه اخلوو اوسوو قيل او قال کښي ژوندي

 

-----------------------------------------

چې نه دې توره ګناه اوکړه او نه سپينه ګناه
ته ګناه نه پيژنې؟؟ ستا ګناه سنګينه ګناه

څۀ تراخه ژوند ته غاړې وځم . څه په ډيره خوارۍ
څه په ناکام ،ناکام کومه دا شرينه ګناه

...

هغه زمونږه د ر ضا حيثيت څه پيژني؟؟؟
بس اودروي زمونږ تر مينځه لونګينه ګناه

هلته د ساه د اخستو اذيت څه ته وايي؟؟
چرته چې وينه شي ثواب، چرته چې وينه ګناه

ممتازه هر يو عبادت د تعظيمونو وړ دے
خو دا يوه نيمه ګناه هم وي نيازبينه ګناه

 

-----------------------------------------

څه مې تبه ده او څه د وهسکي تاو دے
څه مې تا پسې زړۀ غوټه لکه واو دے

نور څوک څه کوې زه هم نه ومه .دوسته
ما په داسې ځاے کښي هم کړے پړاو دے

...

ما د غر هومره درانه ورته کتلي
خلقو ډير وييل چې سير هم نه دے پاو دے

د ارام دا مسلسل غوښتنه څۀ ده؟؟
وا صاحبه! دا هم هغه زوړ کړاو دے

زه يې تړه کښې زرغون يمه ساتلے
که تړون مې دے ممتازه ، که تړاو دے

 

-----------------------------------------

دا څو غزل. او يو جنون زما قامت ،زما قيمت
څۀ ځيګر خون ،څه شواخون.زما قامت زما قيمت

څۀ يم خبر؟ نه يم خبر . که شم خبر. شم دې خبر
څومره دے نن ؟څه وو پرون؟ ،زما قامت، زما قيمت

...

د چا څه کار؟څۀ يې روزګار؟دومره به هم وي څوک اوزګار؟
چې راسپړي زما ژوندون ،زما قامت ،زما قيمت

ناپ دے دکومې پيمانې؟ تول دے د کومې زمانې؟
برخه د کوم يوۀ قانون؟ زما قامت زما قيمت

ممتازه بس په دې اميد. ممتازه بس په دې آسرې
چې به اشنا شي د بدلون .زما قامت زما قيمت

-----------------------------------------

 

زه اول د پسرلي سکڼے ماښام شم
بيا د جام غوندې په ګوټ ګوټ کښې تمام شم

ناکامي مي هم قبوله په يو شرط ده
چې دې زه د تجربې غوندې ناکام شم

...

ازادي زما ارمان دے. په ما ګران دے
هسې نه چې د هم دي ارمان غلام شم

دا کيدے شي چې د ځان په لور راواوړم؟
دا امکان شته چي هغه نظر او پام شم؟

په بازار د تغير کښي خو ممتازه
دې ته جوړ شوم چې لمحه لمحه ليلام شم

 

ممتاز اورکزے

Mumtaz Orakzai

-
بېرته شاته