(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

موږ ستا څخه راضي یوپيره!!!

[08.Nov.2015 - 05:57]

طنز

محمود نظری

  

نن مي سر ته راغی ایله دا رسا فکر

چې زموږ دمشر دی څومره زیبا فکر

چې څه وایي هغه ټوله ښه پوره کوي

باید چکې وسي په رعنا روشن فکر

ول د وطن اقتصاد   ته   ښه وده ورکوم

بوغاړی یې وهلې په  غورا لوډسپیکر

هغه همدا د ګټې سهامي شرکت یادوه

وحدت یې کړ ولس په ترینګلتیاکوروکر

ول  لوړ  مقامونه  اصلي اهل ته سپارم

دبزرګانو اهل یې کړه سر تر پا سر لښکر

د قانونی زوی دفهیم زوی د مسعود زوی

 هر یو لکه  خپل پلار  سو بې همتا مهتر

قسم یې په قران وکړ چې قانون سم ساتم

هغه یې ټینګ ساتلی  نامخدا  امانت ګر

شعار یې ویوازې تداوم او تحول د فساد 

کرکې تحول وکړ د فساد  تداوم  دی سراپاشکر

ول  له دې وروسته له جنرال سره خپله مرکه کوم

ماشا الله سګوان یې  ډګر جنرال کړله هوا مقرر

ول دلته  سیستم د مکافات اومجازات جوړوم

مډالونه يې وټومبل  د دوستم  دزامنو پرشا اوټټر

ول غله محاکمه کوم  له بدو کارو یې لیري کوم

مقاموته یې غله  پورته په بسم الله  کړه ټټا مشر

دکابل بانک دوسیه  یې خلاصه کړه  په غوروپر

شاباش هغه یې هم ونه رسوله تر دې اثنا تر سر

دبانک د اصلي غله  سره دمیلیونو تړون وسو

هغه دنر زوی  ازاد ګرځي داده ښه جزاداوبالګر

زموږ سر کله خلاصیږی ددې نابغه په سیاست 

سو  دټولو پخوانیو غلو یاروغار او کټامشر

***

هم خپله خوشحاله دی هم یې سهامي شریکان

عسکر یې  ټوله جنرالان دی  لري لاس تر شا لښکر

 دوطن ښه ډوزن  هغه  ته ایسي ښه باتور توره زن

نابینا  کله ویني دهغو د چور تالان  زرها کیلومټر

اجراییه رییس، دملی شورا اوسنا رییس او وزیر

یې غل دی غل دی  غل دی په تابیا دلف ونشر 

ازمایلی قانوني غل یې کړ دسولې د شورا مشر

سوله کله غواړي د شورا نظار بې همتا ګل شکر

که دوی وي دا دوی به ان شاء الله ژر ودان سي 

ددوی غوبل موبل چې ختمیږي وي به  سبا داشر 

هر محترم غله اوطنفروش ته لوړ مقام اوس رسیږي

بیکار ه نه پاته کیږي دې دولت کې ووړ ټسا ترکړ

زموږنابغه تر اوسه داسې دنر کارونه وکړه او کوي 

چې والاکه یې وکړي د کابل د سینما د بازار سیا لنډغر

***

دومره  یې ځان  وښودسیال ته له خپلې سایې ډارن

خاینان په بیزو اني کي استعمالوي  ډیراعلا نوشادر

ددې ړانجا دولت  پساتیان  داسې  د هودې  وتلي

 په هغو اغیز نه کوي قانون او دمشرتیا جنتر منتر

په دې وطن د  بلا او پسات  لویه سره  تبه ده راغلې 

چی دپسات دتبې درجه یې  نه ښیي د دنیا ترمامټر

***

موږ به هیڅ وخت دجنت مخ ونه وینو په دې دنیا

ځکه دا زموږ اصلي پوهان چپ دي په رښتیا خبر

دا  لاره کله جنت ته ځي  دا لاره   د اورین دوږخ ده  

وګوره  په دې  لاره رهي دي مشران د ترسا زرتشتر

***

موږخپله په ځان وکړه اوس  نه درد لرو نه درمان

موږولسمشر کړهغه خپل مقام  کړتنتنا جوپه مشر

ټول شان یې له ډاره ګډوډ کړه له یوه سره په  اکټونو

بېرته شاته