(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[08.Nov.2015 - 22:50]

 

دژوند هفه مزه نه شته هره خوا ټګي برګي ده
پلار د زوی ځني بيزار دې ورور د ورور سره بدي ده

چې به مينه محبت وو ځاريدل به يو تر بله
اوس يو بل ته کوهې کني ورانه شوي يئ دوستي ده

نن هغه کوڅي خاموشي نه شته شور دماشومانو
هغه کلی بي ساه ښکاري ختمه شوی يئ مستي ده

دچينار لاندی وياله وه دويالي خوا کې چوتره وه
چينار اور واخيست سوځيږي ختمه شوی يئ ځواني ده

هغه "ژرنده"، "پايکو" څه شوه هغه "ېوه" ، "ماله" څه شوه
څومره خوند وو په" أشر" کې څه مزه د"غوبل ګي" ده

اوس هر څه ماشيني شوی انسانان هم ماشيني شو
دماشين به څه ګيله کړي چې د بل لاس کې "کيلي "ده

عجيبه قصاب خانه ده دانسان غوښي خرڅيږي
نور د هر څه قيمتي ده بس د وينو ارزاني ده

تا هم وژنی ما هم وژني ، هغه وژني دا هم وژني
زه بيدار ورته حيران يم چې دا څنګ مسلماني ده

بصير بيدار ستوری

-
بېرته شاته